Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
رائس: امریکا به د سورئې او اسرائیلو ترمنځ د سولی د خبرو ملاتړ وکړی

04/05/2008

اسرایل
میرمن رائس په لندن کې د یوې عربی ژبی ورځپاڼی سره په مرکه کې د اسرائیلو اوسورئې ترمنځ دسولې په باره کې خبری وکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کانډو لیزا رائس وائې، امریکا به د ترکې په مینځگړیتوب د سورئې او اسرائیلو ترمنځ د سولی د خبرو ملاتړ وکړی، مگر لومړی غواړی چې دمشق دلبنان په باب خپله پالیسی بدله کړی.

میرمن رائس د (الشرق الاوسط) د عربی ژبی ورځپاڼۍ سره چې دفترئې په لندن کې دی، په مرکه کې چې نن د یکشنبی په ورځ خپره شویده، وویل، امریکا به د اسرائیلو او د سورئې په شمول د اسرائیلو د گاونډیانو ترمنځ د سولی دهیڅ ډول کوښښ په مخکې خنډونه وانه چوی.

مگر ورځپاڼه د میرمن رائس له قوله لیکی چې سورئې ته پکارده چې د منځنې ختیځ د سولی په باره کې په خاصه توگه د لبنان په باب هیله څرگنده کړی.

دغه ورځپانه لیکی چې سورئې داسی نخښی نښانی څرگندی کړیدی چې ترکېې ورته داسی خبره کړیده چې وائې، اسرائیل غواړی د دمشق سره دسولی په بدل د گولان لوړی بیرته په سورئې باندی وسپاری.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه