Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
په برما کې په طوفان کې ٣٥٠ تنه مړه شویدی

04/05/2008

برما
په برما کې دولتی مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې نظامی حکومت دپرونی طوفان نه وروسته د رنگون په شمول یو شمیر سیمی طوفان ځپلی اعلان کړیدی. 

رپوټونه وائې، د نرگس په نامه طوفان کې چې رنگون ښارئې ځپلی دی ، لږترلږه ٣٥٠ تنه مړه شویدی.

په نورو طوفان ځپلو سیمو کې مرکزی او جنوبی ایالتونه یان گان، ایوادی، باگو، مون او کیرن شامل دی.

 ماموران وائې، دغه طوفان چې باد ورسره ملگری و او په یو ساعت کې سرعت ١٩٠ کیلومتره و، ډیر زیات تاوان ئې رنگون او د باسین د ایرا وادی دلتا ښارگوټی ته اړولی دی.

دغه طوفان دولتی راډیو، تلویزیون، تلیفون او اینټرنټ له کاره غورځولی دی. په تلویزیون کې وښودل شول چې ډیری عامه او دولتی ودانې خرابی شوی، چتونه ئې غورځیدلی، و نی او د تلیفون ستنی په سرکونو کې غورځیدلی او سرکونه ئې بند کړیدی.

لا تر اوسه پدی باره کې څه ندی ویل شوی چې دا طوفان به دبلی شنبی دورځی د اساسی قانون په رفرنډم باندی اغیزه وکړی او که نه.

دبرما نظامی واکمنان وائې، دمی دلسمی نیټی رائې گیری به په دوه زره لسم کال کې دډیموکراتیک انتخاباتو لپاره لاره اواره کړی.

د حکومت مخالفان وائې، دغه اساسی قانون به نظامی حکومت حکومت پخپل ځای پاتی کړی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه