Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
یوه عراقی خبریاله په موصل کې وژل شویده

04/05/2008

curious maps mosul iraq eng 150 15nov03.jpg
موصل یو نا آرامه ښار دی چې په خبریالانو باندی حملی کول یوه عادی خبره ده.
عراقی پولیسان وائې، وسله والو کسانو په شمالی ښار موصل کې یوه عراقی خبریاله له خپل موټرنه را وویستله او وی ویشتله او وی وژله
.

پولیسان وائې، سروه عبدالوهاب نن د یکشنبی په ورځ کارته روانه وه چې وسله والو کسانو له خپل موټرنه راکش کړه او په سرئې وویشتله.

موصل یو نا آرامه ښار دی چې په خبریالانو باندی حملی کول یوه عادی خبره ده.

د ژورنالستانو د ژغورنی کمیټه وائې، د دوه زره دریم کال نه راپدی خوا چې د امریکا په مشری حمله وشوه، عراق په نړۍ کې د ژورنالستانو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد دی.

له بل پلوه عراقی مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې نن د یکشنبی په ورځ په بغداد کې د جمهور رئیس جلال طلبانی د ښځی دموټرو د بدرگې سره نژدی دبم چاودنه وشوه.

رپوټونه وائې، هیرو ابراهیم احمد روغه رمټه ده مگر دهغې څلور ساتونکی زخمیان شویدی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه