 |
| ویل کیږی چې په دغه طوفان کې څه د پاسه دوه میلونه ټنه وریجی تباه شوی وی. |
امریکا اعلان کړیدی چې بنگله دیش ته دڅلویښتو میلونو ډالرو په ارزښت خوراکې مواد ورکوی چې دتیر کال دسیلاونو اودتباه کونکی طوفان نه وروسته د خوړو د کمبود سره مخامخ دی.
په بنگله دیش کې د امریکا سفیر جیمز موریارټې نن د یکشنبی په ورځ په ډاکه کې وویل، دغه مرسته دښونځیو زده کونکو او دسیلاو او طوفان ځپونکوته ورکول کیږی.
د تیرکال دسیدر په نامه طوفان دری زره پنځه تنه ووژل او دوه میلونه نورئې بی کوره کړل. ویل کیږی چې په دغه طوفان کې څه د پاسه دوه میلونه ټنه وریجی تباه شوی وی.
د بنگله دیش حکومت وویل، داسی ښکاری چې په روان کال کې به دوریجو حاصلات کافی وی مگر بیاهم احمتال لری چې نورو وریجو ته به ضرورت وی.