Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
رایس: بوش په دې پوره باور لري چې د یو فلسطیني دولت د جوړېدو وخت رارسېدلی

05/05/2008

US Secretary of State Condoleezza Rice leaves 10 Downing Street in London following meeting with British PM Gordon Brown, 02 May 2008

د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې، کانډو لیزا رایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې، کانډو لیزا رایس، منځني ختیځ ته خپل وروستۍ سفر نن سهار د اسرائیل له صدر اعظم ایهود اولمرت سره په کتلو پای ته ورساوه
.

هغې وروسته په یو کنفرانس کې وویل چې که څه هم وخت لږ پاته دی، خو هیله منه ده چې د یو فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره د سولې طرحه به پلې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، کانډولیزا رایس له محمود عباس سره له پرونۍ کتنې وروسته، نن سهار د اسرائیل له صدر اعظم سره بیا وکتل.

له اولمرت سره د رایس د نن ورځې د خبرو جزئیات په ډاگه نه شول. هغې د اسرائیل له چارواکو سره وروستۍ خبرې ښې وگڼلې خو د کوم مشخص بریالیتوب یادونه یې ونه کړه.

رایس پرون د یکشنبې په ورځ د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې له فلسطیني مشر، محمود عباس سره وکتل او له اسرائیل څخه وغوښتل چې په لویدیځه غاړه کې دې د لارو د خنډونو په لېرې کولو سره پر فلسطینيانو ژوند آسانه کړي.

په داسې حال کې چې د فلسطین مشر د خبرو اترو او د لارې د نقشې په هکله خوشبینه نه ښکاري، رایس وویل چې بیا هم د کال تر پایه وخت شته او دې هدف ته به سره ورسیږي.

رایس:«‎ جمهور رئیس بوش په دې پوره باور لري چې د یو فلسطیني دولت د جوړېدو وخت رارسېدلی. او دا د حل لارې د تطبیق یو هدف دی ځکه نو په یو وخت کې پر دې طرحې او خبرو اترو یو ځای کار کوو. موږ اوس هم په دې عقیده یو چې د کال تر پایه کله چې د جمهور رئیس بوش دوره ختمیږي، دا یو سر ته رسېدونکی هدف دی.‏»‎

فلسطیني مشر محمود عباس، اسرائیل په اشغالي سیمو کې د نویو هستو گنځایونو په جوړولو سره، د خبرو د لړۍ په ورانولو تورنوي.

د لومړي گام په توگه، ټاکل شوې وه اسرائیل دا خنډونه لېري کړي او په مقابل کې یې د عباس اداره، له نامسئولو ملېشو څخه وسله ټوله کړي خو تر اوسه دواړه خواوو دغه کارونه نه دي کړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیرې، ځیپي لیوني وویل کله چې د سولې خبرې وروستي پړاو او خبره د پولو ټاکلو ته ورسیږي نو د خنډونو لېرې کول او د نویو هستوگنځایونو تشول او ورانول، کومه مشکله خبره نه ده.

هغې له اولمرت څخه د اسرائیل د پولیسو د تحقیقاتو په اړه وویل: ‏«‎ یواځېنۍ سمه لاره چې اوس پاته ده، دا ده چې څېړونکي خپلو کارونو ته پرې ښودل شي. زه پر قانوني لړۍ بشپړ باور لرم.‏»‎

بل پلو ټاکل شوې ده چې د اسرائیل صدراعظم او دفلسطیني ادارې مشر، محمود عباس، نن ناوخته په بیت المقدس کې سره وگوري.

دواړه مشران به په لویدیځه غاړه کې د یهودانو د مېشتېدو او د لارو د خنډونو پر سر خبرې وکړي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه