Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
اېران ېو ځل بېا دا خبره کړېده چې دوى به خپل جنجالى اټومى پروگرام بند نکړى

05/05/2008

ایران
د ېورانېمو غنى کول هغه بهېر دى چې وروسته بېا د اټومى وسلو په جوړولو کې ترېنه کار اخېستل کېدلى شى.
اېران وايي دوى به هرډول هڅوونکي امتېازات رد کړى چې د نړۍ قدرتونه پکى د اېران د اسلامى جمهورېت له هغو حقوقو نه تېرى وکړى، چې د اټوم د غنى کولو په برخه کې ېې لرى
.

د اېران د خارجه وزارت نطاق على حسېنى نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې داېران حکومت به په هغو پېشنهادونو باندى غور ونکړى چې د اېران حقو اټومى ټکنولوژى ته د رسېدولپاره رد کړى.

د حسېنى دا تبصرى وروسته له هغه نه وشوې چې د جمعى په ورځ د ملگرو ملتونو د امنېت شورى پنځو داېمى غړېو او جرمنى اعلان وکړ چې دوى دنوو امتېازاتو په مجموعه باندى توافق ته سره رسېدلى دى.

 ددغو امتېازاتو مقصد دا دى چې اېران دېته وهڅوى چې د ېورانېمو دغنى کولو پروگرام په ټپه ودروى.

د ٢٠٠٦ مېلادى کال په جون کې دغو شپږو هېوادونو اېران ته اقتصادى او دېپلوماتېک امتېازات ددى لپاره وړاندى کړى ول چې د ېورانېمو له غنى کولو نه لاس په سر شى.

د روسېې خارجه وزېر، سرگې لاوروف، د شنبى په ورځ ووېل چې د اېران د ېورانېمو د غنى کولو پروگرام باېد د خبرو په ترڅ کې ودرول شى.

د ملگرو ملتونو دامنېت شورى تر اوسه پورې پر اېران باندى د رې ځلى بندېزونه لگولى دى، ځکه چې اېران د خپلو ېورانېمو غنى کولو له پروگرام له بندولو نه انکار وکړ.

د ېورانېمو غنى کول هغه بهېر دى چې وروسته بېا د اټومى وسلو په جوړولو کې ترېنه کار اخېستل کېدلى شى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه