Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
په برما کې د توپان ځپلو د مړو شمېر تر لسو زرو نه زېاتېدلى شى

05/05/2008

Photo released by Democratic Voice of Burma shows a fallen tree as seen on a street after tropical cyclone Nargis hit Rangoon, 04 May 2008
رپوټ وايي چې په دغه هېواد کې په سلگونو زره خلک بې کوره شوي دي.
په برما کې د توپان ځپلو دمړ و شمېر تر لسو زرو نه زېاتېدلى شى د برمان نظامى حکومت دهغو مړو اټکل د لسو زرو نه ډېر کړېدى چې د نرگس په نامه موسمى توپان وژلى دى.

چارواکى وايي چې دوى خپل معلومات تجدېد کړېدى او نور معلومات له لېرې پرتونه سېمونه چې د شنبى دورځى توپان ځپلى دى را روان دى.

د شنبى په ورځ د خوراکى شېانو او سون د موادو قېمتونه په نا څاپى ډول پورته شوېدى.

مرسته کوونکي موسسې د شنبې د ورځې راهیسې برما ته د خوراکي مواد و او اوبو په رسولو لگیا دي. رپوټ وايي چې په دغه هېواد کې په سلگونو زره خلک بې کوره شوي دي.

د برما په تر ټولو لوی ښار رنگون کې بریښنا قطع شوې. په زرگونو کسان له لارو کوڅو څخه لویدلي ونې او د بریښنا پایې لرې کوي.

 ددغه ښار هوايي میدان چې د شنبې په ورځ تړل شوی و، اوس بیرته پرانیستل شوی دی. د برما نظامي حکومت د یکشنبې په ورځ د رنگون په گډون د ملک په څلورو نورو مرکزي او جنوبي ایالتونو کې حالت د اندیښنې وړ وباله.

ځايي اوسیدونکو انتقاد کړی چې پوځ عاجل عکس العمل ندی ښودلی. حکومت د نړیوالو مرستو غږ کړی. ملگرو ملتونو ویلي له دوشنبې نه به د برما له طوفان ځپلو سره خپلې مرستې پیل کړي.

د ملگرو ملتونو چارواکي وايي، له اجازې اخیستلو پرته برما ته نشي داخلیدای. د برما نظامي حکومت وايي، له روان ناورین سره سره، د راتلونکې شنبې په ورځ به خلک د ملک د اساسي قانون لپاره رایې ورکړي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه