Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
په خوست کې د امریکایي ځواکونو یو سل او یو پراشوتي فرقې عسکر میشت دي

05/05/2008

khost
د افغانستان د خوست په ولایت کې د امریکایي ځواکونو یو سل او یو پراشوتي فرقې عسکر میشت دي. د اې پي تلویزیون په سېمه کې ددې عسکرو له خوا د تلاشي او د خلکو د ثبت ویدیو ښودلي ده.

د امریکایي ځواکونو د یو سل او یو پراشوتي فرقې عسکر، لومړی بریدمن شین اوراسکي اې پي تلویزیوني شبکې ته وایي د سیمې د تلاشي او د خلکو د هویت د ثبتولو هدف ېې د سیمې د امنیت څارل دي چې مشکوکه عملونه په گوته کړې.

شین اوراسکي: ”مونږ دا منطقه او د سیمې د ځینو کورنو تلاشي اخلو، که چیري کوم مشکوکه کار ووینو نو په دې توگه د سیمې د امنیت سره مرسته وکړو."

په افغانستان کې ټولټال ٣٢ زره امریکایي ځواکونه میشت دي او دغه شمیره د طالب واکمنۍ د نسکوریدو نه راپدیخوا اوس مهال تر بل هر وخت جگه ده.

د ځواکونو په شمیر کې د زیاتوالي علت په وروستیو کلونو کې د هیواد په بیلا بیلو منطقو کې د تاو تریخوالي لوړه شوي کچه بلل کیږي.

د ملگرو ملتونو چارواکي وایي په افغانستان کې یوازي تیر کال اته زره کسان وژل شوي وو چې ١٥٠٠ ملکیان وو.
په افغانستان کې د امرکایي ځواکونو ستر قومندان د دریو نورو لواگانو غوښتنه کړي ده او پنتاگون ژمنه کړې چې ٧٥٠٠ نور عسکر به په راتلونکي کال کې افغانستان ته ولیږي.

د طالبانو د نسکوریدو نه وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیره تر لسو زرو هم ټیټه وه او د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې یې څرگند موجودیت نه درلود خو په تیرو دوو کلونو کې د عسکرو شمیر څو چنده زیات شوی دی.

د بیلابیلو سیمو د امنیت د ساتلو لپاره امریکایي ځواکونه د یو شمیر تاکتیکونو نه کار اخلي چې د خوست د مندوزیو په ولسوالي کې د خلکو د نومونو ثبتول هم کیږي.

په دې اړه الومړی بریدمن اوراسکي وایي: ”دوی په دې ډول کاغذونو لاس مښي، او بیا یو ډول مواد اسپرې کوو، که چیري دوی په خپلو لاسونه کوم ډول چاودیدونکو توکې لاندي باندي کړي وي، خپل رنگ بدلوي او دا هم د مشکوکو خلکو د پیژندلو یوه لار ده. یو بل کار د خلکو د ثبتولو په لړ کې د هغو د سترگو د کسیو له لاري سیستم ته داخلول دي، که هر کله مو څوک په کار شول، له دې لاري یې پیدا کولی شو."

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نیمایي عسکر امریکایي او نیمایي نور د څلویښتو هیوادونو نه راغلي دي چې دا د عراق او افغانستان تر منځ تر ټولو اساسي توپیر بلل کیږي، خو په درنو جگړو کې یوازي برتانوي، کانادايي او هالندي عسکر برخه اخلي.

د ملگرو ملتونو چارواکي وایي په افغانستان کې یوازي تیر کال اته زره کسان وژل شوي وو چې ١٥٠٠ ملکیان وو.

 د یوه جگپوړي امریکایي جنرال د وینا په اساس کیدای شي روان کال تر ټولو ډیر خونړی وي ځکه چې د بیاودانولو پر پروژو او ملي پولیسو باندي د مخالیفینو بریدونه ډیر شوي دي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه