Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
د آیرلنډ صدر ا‏عظم نن له واک څخه لرې کیږي

06/05/2008

Republic of Ireland
د آیرلنډ و صدراعظم، برټي اهیرن د واک دوره نن د سه شنبې په ورځ پای ته رسیږي. ٥٦ کلن برټي اهیرن تیره میاشت وروسته له هغه خپله استعفا اعلان کړه چې پر ده باندې تور ولگول شو چې په ١٩٩٠م کال کې یې له تجارانو نه پیسې خوړلي دي
.

ښاغلي اهیرن پر ده باندې لگیدلي تورنه رد کړي، خو ویلي یې دي چې نه غواړي ددغه لانجې له آمله خپل حکومت پریشان کړي.

له ده وروسته به د مالیې وزیر براین کووین د صدراعظم په توگه دنده اجرا کوي.

ښاغلي اهیرن د روغې جوړې په هغو خبرو کې مرکزي رول درلود چې په شمالي آیرلنډ کې یې د څلورو لسیزو راهیسې روان تشدد پای ته ورساوه.

 صدر اعظم برټي اهیرن په مسلسل ډول د درې دورو لپاره د آیرنډ صدراعظم ؤ او دا د اروپا په تاریخ کې د صدراعظم په توگه د یوه کس تر ټولو اوږده دوره ده.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه