Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
بوچر: اېران په افغانستان کې ډول ډول لاس وهنې کوي

06/05/2008

ریچارد بوچر

ریچارد بوچر

د امرېکا ېو معتبر چارواکى وايي چې اېران د افغانستان په سېاسى چاروکې لاسوهنه کوى او ېاغى طالبانو ته مرسته ورکوى
.

د امرېکا د خارجه چارو د وزارت مرستېال رېچرډ بوچر په پارېس کې له خبرېالانو سره مخکى له دېنه چې دافغانستان لپاره د بسپنه ورکوونکېو کنفرانس پېل دا خبرى وکړى.

 د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال رېچرد بوچر وايى دا خبره معلومه ده چې اېران ېاغى طالبانو ته څو څو ځلى وسلې ور لېږلى دى. هغه دخپلو خبرو په ترڅ کې اشاره وکړه چې تهران ېو کمزورى او بې ثباته افغانستان غواړى.

 د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال رېچرد بوچر ووېل: "هغوى په افغانستان کې په څو ډولونو مداخله کوى. ښايى دامداخله دومره له تشدد او زورزېاتى نه ډکه نه وى په کوم ډول ېې چې دوى کله کله په عراق کې کوى. موږ وېنو چې داېران لاسوهنه هلته په سېاسى لحاظ موجوده ده. او د اېران لاسوهنه هلته په سېاسى بهېر کې د پېسو د ورلېږلو په بڼه موجوده ده. د اېران مداخله په دې بڼه چې ځاېې چارواکى د حکومت خلاف استعمالوى هم موجوده ده. په دې ډول کوشش کوى چې دادولت استعمال کړى."

ښاغلى بوچر دا خبرى په پارېس کې د خپل سفر په دوران کې وکړې. ښاغلى بوچر په پارېس کې ددغه هېواد له چارواکېو سره، د نورو مطالبو ترڅنگ د افغانستان د حآلاتو په برخه کې هم خبرى کوى. د فرانسى حکومت د جون په اولو وختونو کې په افغانستان کې د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو ېوکنفرانس کوربه توب کوى.

ښاغلى بوچر په دې برخه کې ووېل چې دا به ډېر ښه وخت وى چې نړېوال د افغانستان د حکومت د هڅو په برخه کې چې په دې سېمه کې ېې دمرکزى اسېا دهېوادونو د سولې او ثبات لپاره کوى خپل ملاتړ څرگند کړى.

واشنگټن اروپاېې هېواودنه دېته هڅوى چې افغانستان ته نور عسکر ور ولېږى. دامرېکا دغه دېپلومات د فرانېسى دا اقدام چې تېره مېاشت ېې ېو شمېر عسکر دافغانستان ختېځو برخو ته ولېږل وستاېه.

ښاغلى بوچر ووېل: "زه فکرکوم چې فرانسوېان ډېر مهم کار کوى. دوى هغو سېمو ته ورځى چې ډېرې سخت شراېط لرى خو دوى دېته چمتو دى چې هلته ورشى او هرهغه ضرورى کار وکړى چې ددې هېواد په ثبات کې مرسته کوى او موږ له دوى سره په دې برخه کې ملگرى ېو."

په افغانستان کې تراوسه پورې ١٢ سوه کسان وژل شوېدى. دا مرگ ژوبله په دې هېواد کې په روان بغاوت پورې اړه لرى.

ښاغلى بوچر دا ومنله چې د امنېت مسله لا په افغانستان کې ېوه ستونزه ده خو هغه داهم ووېل چې افغانستان په نورو برخو کې د پر مختگ گامونه اوچت کړېد.ى

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه
افغان ماموران:  لږترلږه نهه افراطیان وژل شویدی
بوش په مصر کې د منځني ختیځ له مشرانو سره گوري
د لبنان مشرانو د حکومت د جوړولو پر سر خبرې پیل کړي
ایران: د تولید زیاتوالی به قیمتونه راکم نکړي
بوش د سعودي عربستان د پاچا سره خبري کوي
بن لادن د اسرائیلو په مقابل کی جگړې ته دوام ورکوی
یو عسکر او پنځه طالبان په کندهار کی وژل شوي دي
یاغیانو په قبایلي سیمه کی یو پاکستاني عسکر وژلی دی
دچین جمهوررئیس زلزلی ځپلی سیمی ته ولاړ
د امرېکا جمهور رئېس د اسراېېلو پارلېمان ته تبصره کوى نه اوباما ته
د دلارام په اولسوالي کی بم چاودنی ١٨ کسان وژلي دي
بش اېران په نړۍ کې د ترهگرى مخکښ هېواد وباله
د امریکا ددفاع وزیر غواړی ایران ته زیات سفرونه وسی
ایران د خپل ذروي پروگرام په باب نوي پیشنهادونه وړاندي کړي دي
هند: یوی کوچنی یاغی ډلی د سه شنبی د ورځی د چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دى
افغانستان به د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو نه ٥٠ ملېارده ډالره وغواړى
ډاکټر سپنتا او کندا لیزا رایس، د گډو هدفونو یو تړون لاسلیک کړل
احمدی نژاد د عربستان د بهرنیو چاورد وزیر پر وینا کلک انتقادونه وکړل
چین: د وژل شوو کسانو شمیره نژدی شلو زرو ته رسیدلې
انتخابات: کلنتن د ویست ویرجینیا په گټلو، یو بل ایالت هم د ځان کړ
د هند په تاریخي ښار جیپور کې لږ تر لږه اتیا کسان وژل شوي دی
د مسلم لېگ نواز گوند نهو  وزېرانو استعفى وکړه