Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
امریکايي قواوو په ننگرهار کې یو شمیر جگړه ماران وژلي

06/05/2008

افغانستان
د امریکا په مشرئ ایتلافي قواوې وايي دوی د افغانستان په ختیځ کې څو تنه جگړه ماران وژلي دي او بل خوا د ملک په جنوب کې د سرک د غاړې د یوه بم چاودنې پنځه کسان زخمي کړي دي
.

 د ایتلافي قواوو لخوا یوه خپره شوې اعلامیه وايي، جگړه ماران د دوشنبې په ورځ د ننگرهار په ولایت کې د یوې حملې په ترڅ ووژل شول.

اعلامیې د وژل شوو جگړه مارانو شمیر ندی ښودلی. اعلامیه همدارنگه وايي، ایتلافي قواوو یو شکمن کس نیولی چې گمان کیږي په سیمه کې یې له خارجي جگړه مارانو سره مرسته کوله.

 بل خوا، د افغانستان په جنوب کې، پولیس وايي د سرک د غاړې د یوه بم چاودنې د درې پولیسو په گډون پنځه کسان زخمي کړي دي. پیښه نن د سه شنبې په ورځ د کندهار د ښار دباندې رامنځته شوه.

 چارواکي وايي، بم هغه وخت وچاودید چې له سمیې څخه د پولیسو یو موټر تیریده. دغه موټر د پولیسو د تربیې مرکز ته روان ؤ.

 تر اوسه هیچا د پیښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی، خو پر ملي پولیسو باندې د ورستیو حملو پړه پر یاغي طالبانو وراچول کیږي.

پولیس د افغانستان د نورو قواوو په پرتله کمه عسکري روزنه لیدلې ده. په دې وروستیو شپو ورځو کې د افغانستان په جنوب کې د یاغي طالبانو حملې زیاتې شوي دي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه
افغان ماموران:  لږترلږه نهه افراطیان وژل شویدی
بوش په مصر کې د منځني ختیځ له مشرانو سره گوري
د لبنان مشرانو د حکومت د جوړولو پر سر خبرې پیل کړي
ایران: د تولید زیاتوالی به قیمتونه راکم نکړي
بوش د سعودي عربستان د پاچا سره خبري کوي
بن لادن د اسرائیلو په مقابل کی جگړې ته دوام ورکوی
یو عسکر او پنځه طالبان په کندهار کی وژل شوي دي
یاغیانو په قبایلي سیمه کی یو پاکستاني عسکر وژلی دی
دچین جمهوررئیس زلزلی ځپلی سیمی ته ولاړ
د امرېکا جمهور رئېس د اسراېېلو پارلېمان ته تبصره کوى نه اوباما ته
د دلارام په اولسوالي کی بم چاودنی ١٨ کسان وژلي دي
بش اېران په نړۍ کې د ترهگرى مخکښ هېواد وباله
د امریکا ددفاع وزیر غواړی ایران ته زیات سفرونه وسی
ایران د خپل ذروي پروگرام په باب نوي پیشنهادونه وړاندي کړي دي
هند: یوی کوچنی یاغی ډلی د سه شنبی د ورځی د چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دى
افغانستان به د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو نه ٥٠ ملېارده ډالره وغواړى
ډاکټر سپنتا او کندا لیزا رایس، د گډو هدفونو یو تړون لاسلیک کړل
احمدی نژاد د عربستان د بهرنیو چاورد وزیر پر وینا کلک انتقادونه وکړل
چین: د وژل شوو کسانو شمیره نژدی شلو زرو ته رسیدلې
انتخابات: کلنتن د ویست ویرجینیا په گټلو، یو بل ایالت هم د ځان کړ
د هند په تاریخي ښار جیپور کې لږ تر لږه اتیا کسان وژل شوي دی
د مسلم لېگ نواز گوند نهو  وزېرانو استعفى وکړه