Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
د چین جمهور رئیس جاپان ته تللی

06/05/2008

هو جین تاو

د چین جمهور رئیس هوجن تاو

د چین جمهور رئیس هوجن تاو نن د سه شنبې په ورځ جاپان ته ولاړ. ده د تیرو لسو کلونو راهیسې د چین لومړنی جمهور رئیس دی چې جاپان ته سفر کوي
.

جاپاني مقاماتو او یوې ډلې کوچنیانو د ښاغلي هوجن تاو ددغه پنځه ورځني سفر په سر کې هغه ته ښه راغلاست ووایه.

هوجن تاو چې د خپل سفر په هکله غږیده، وویل چې تمه لري له جاپاني مقاماتو سره په یوه صمیمانه فضا کې خبرې وکړي.

جمهور رئیس هوجن تاو د یکشنبې په ورځ په پیکینگ کې خبریالانو ته وویل چې جاپان ته دده د ښه نیت سفر به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې نورې هم ښې کړي.

هغه وویل، باور لري چې لوی تجارتي شرکتونه کولای شي د چین په ختیځه بحیره کې د څاگانو د کیندلو پر سر راپیدا شوې لانجه هواره کړي.

تمه کیږي چې جمهور رئیس هوجن تاو او د جاپان صدراعظم یاسو فکوډا د اقلیم د بدلون، اقتصادي همکارئ او د چین د هغه کیندنو پر سر خبرې وکړي چې جاپانیان ورباندې ناخوښه دي.

په پام کې ده چې جمهور رئیس هوجن تاو د جاپان له پاچا اکیهیتو سره وگوري او د جاپان د زده کوونکو یې غونډې ته خبرې وکړي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه