Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
داکتر سپینتا - د افغانستان د ملي پرختیا د ستراتیژۍ په باب

07/05/2008

سپینتا

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر داکتر سپینتا

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملي پرختیا د ستراتیژۍ د تشریح په اړوند په جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې افغانستان د خپلو ملي گټو د ساتلوهدف د تروریزم پر ضد جگړه، د دولت جوړونې د بهیر او د مادي او انساني ظرفیتونو د کموالي په گډون باید تر نورو ډیر د سیاسي او پوځي لوبغاړو تگلارو ته پام وکړي
.

هغه زیاته کړه چې د نړیوال سیاست په ډگر کې د سیاستوالو شمیر د ملي دولتونو، شرکتونو، موسسو او سیمه ایزو تړونو په پرتله زیات شوی دی.

دغه غونډه چې په خارجه وزارت کې جوړه شوی وه، د حکومتی مقاماتو سر بیره په کابل کې بهرنیو دیپلوماتانو هم گډون کړې و.

بلخوا، نن په کابل کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مشراو د ملي جبهې غړي مصطفی ظاهر یوخبري کنفرانس ته وویل چې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدیدو د اعلان زمان وختي دی او که وګوري چې ملاتړ ترلاسه کولای شي نو خامخا به ځان ټاکنو ته ونوموي.

ښاغلي ظاهر وویل چې ددی حکومت د دوری دپای ته رسیدو سره سم دی لویه جرګه را وغوښتل شي، منځمهاله اداره دی جوړه شي او بیا دی ټول ټاکنې ترسره شي. 

هغه وویل چې له هر څه مهم بین الافغاني تفاهم ته اړتیا شته او ددغه تفاهم له لاری باید مخالف او غیر مخالفې خواووی ګډ سیاسي ژوند ته را وبلل شي.

هغه ټینګار وکړ چې د اساسي قانون په ځینو مادو کې دی تعدیلات رامنځته شي. او یو قوي پارلماني نظام ته اړتیا شته او اوسنی ریاستي نظام دی له منځه ولاړ شي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه