Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
د دلای لامه استازي وویل چې د چین سره یوی جوړی ته رسیدلي دی

07/05/2008

دلای لامه

تبتي مشر، دلای لامه

په تبت کې د وروستي تا وتریخوالي په سر د خبرو په اړه د سه شنبې په ورځ د دلای لامه استازي وویل چې د چین سره یوی جوړی ته رسیدلي.

د تبعید شوي تبتي مشر، دلای لامه استازي، لودی گیاری هندوستان ته په بیرته راتلو سره وویل چې تاسو پوهیږئ موږ سختی مذاکری درلودی او په نتیجه کې د چین سره د خبرو په دوام موافقی ته ورسیدو.

د دلای لامه دوه استازو د چین نه د ستنیدو سره سم په نوی ډهلي هوایې ډگر کې خبریالانو سره خبرې وکړې.

دلای لامه او د هغه تبعید شوی حکومت، د هند شمال په دهرم سلا کې پروت دی. استازو د چین سره د راتلونکو خبرو کومه ځانگړی نیټه ونه ښودله خو وی ویل چې دلای لامه ته د مذاکری د معلوماتو وروسته به دا نیټه هم اعلان کړي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه