Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
پاکستان یو توغوندی چی ذروي بم انتقالولای سی آزمویلی دی

08/05/2008

راکت
د پاکستان اردو وایی چی یو کروز توغوندی یې چی هم ذروي او هم عادي بمونه انتقالولای سی، په کامیابۍ سره آزمو یلی دی
.

نن په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی دغه توغوندی چی د هوا نه وتوغول شو ٣٥٠ کیلو متره واټن وهلای او په دقت سره خپل هدف ویشتلای سی.

په بیانیه کی ویل سوي دی چی په داسي توغوندیو سره په هوا او سمندر کی د پاکستان دفاعي قوت پیاوړی کیدای سی.

دا توغوندی یوه ورځ وروسته له هغه وآزمویل سو چی هند وویل خپل یو توغوندی یې چی ذروي وسله انتقالولای سی او تر درې زره کیلو مترو پوری خپل هدف ویشتلای سی آزمویلی دی.

د ١٩٩٨ کال را پدې خوا چی هند او پاکستان ذروي وسلې جوړي کړي دي، دغه دواړه رقیب هیوادونه عموما د خپلو توغوندیو آزمویني کوی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه