Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
په برما کې د نرگس د توپان ځپلو شمېر ښاېې تر سلوزرونه هم واوړي

08/05/2008

Families take refuge in a school building after losing their homes to Cyclone Nargis, Hlaing Thayar Township, Rangoon, 08 May 2008
په برما کې د نرگس دتوپان ځپلو شمېر ښاېې تر سلوزرونه هم واوړي د برما حکومت دنرگس دتوپان ځپلو رسمى شمېر ٢٢ زره ښودلى دى خو هلته نور په په سوونو زره کسان خوړو، اوبو، اودواته په بې صبرى باندى انتظار کوى
.

د ملگرو ملتونو په شمول د څو هېواودنو الوتکى دېته چمتودى چې د برما توپان ځپلو ته دخوړو، او دوا مرستى چې زښت ډېر ضرورت ورته موجود دى ور ورسوى.

په دې لړ کې د ملگرو ملتونو د مرستو درسولو دوه الوتکې د توپان ځپلو لپاره نن د برما نظامى حکومت ته رسېدلى دي.

هلته په برما کې په سوونو زره کسان په ډېر بې صبرۍ د خوړو، اوبو او دوا لپاره انتظار باسى. توقع ده چې دوه نورې الوتکى هم په دې پسې ورشى.

 د ملگرو ملتونو د فاجعو د ډلې چې معمولا پنځه کسېز وى، غړېو ته اجازه ورکړل شوېده چې نن د پنجشنبى په ورځ دغه هېوادته ور داخل شى. ېوشمېر دېپلوماتان وايي په برما کې د نرگس د تو پان له امله دمرگ شمېر ښاېې سلوزرو ته ورسېږى او ددى تر څنگ نور په ملېونو نو کسان بې کوره شوېدى.

 ډېرو توپان ځپلو تراوسه پورې هېڅ مرسته نده ترلاسه کړې. چارواکى وايي چې ددى غمېزې پوره سر اوبر ترهغه وخت پورې نشى معلومېدلى څو د فاجعې د مالى اوځانى تاوانو نو داندازه کولو ډلې هلته ورنشى. په تاېلند کې د امرېکا سفېر اېرېک جان وايي تر اوسه پورې د امرېکا مرستو ته اجازه نده ورکړل شوې چې برما ته ورشى . هغه ووېل په دى برخه کې کوم سوء تفاهم پېښ شوى و.

 اېرېک جان داسى ووېل: "نن د پنجشنبى په ورځ سهار د برماله حکومت نه چې کوم شى لاسته راغلى وپه هغه کې دبرما د حکومت له خوانه د امرېکا د الوتکېو ته اجازه شوې وه چې مرستى ور ورسوى. زه فکر کوم چې وروسته بېا دا پرېکړه د برما دحکومت له خوانه بدله شوې ده. او زه فکر کوم چې د برما چارواکى لاتراوسه پورې هم په دغه مسله غور کوى. په دې توگه موږ تراوسه پورې دا اجازه نلرو چې برماته ور داخل شو."

په تاېلند کې دامرېکا سفېر اېرېک جان دامرېکا د فاجعو سره د مرستى د ډلى خلک خبرېالانو ته څرگند کړل چې په بنکاک کې انتظار کوى چې برماته د ورتللو لپاره وېزې واخلى او دهغه ځاې له خلکو سره مرستى وکړى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه