Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
په عراق کی ځان مرگه برېد کوونکى د گوانتانامو له زندان نه راوتلی و

08/05/2008

A detainee at Guantanamo Bay, Cuba being escorted by two U.S. soldiers
د امریکا اردو وایی چی هغه کویټی چی په دې وروستیو وختو کی یې په عراق کی ځان مرگه حمله وکړه، د گوانتانامو د زندان نه خوشی سوی و
.

د اردو یوه نطاق وویل چی عبدالله صالح العجمي یو د هغو درو تنو ځان مرگو نه و چی تیره میاشت یې د عراق په شمال کی د موصل په ښار کی بمونه وچول او اووه تنه یې ووژل.

امریکایی چارواکي وایی چی داسی ښکاری چی عجمي د گوانتانامو د زندان لومړنی بندی و چی ځان وژونکې حمله یې وکړه.

د امریکا ددفاع وزارت وویل چی لږ تر لږه ١٣ تروریستان چی ددې زندان نه خوشي شوي دي بیرته یې په جگړو کی برخه اخیستې ده.

امریکایي مامورینو عجمي په ٢٠٠٥ کال کی کویټي مقاماتو ته وسپاره . امریکایي چارواکي وایی چی د کویټ حکومت دوی ته وعده ورکړه چی هغه به لدینه وروسته څه خطر چا ته نه پېښوي.

مگر د کویټ یوې محکمې وروسته له هغه چی عجمي یې د تروریستي تورونو نه تبرئه کړ، هغه ته اجازه ورکړه چی آزاد وگرځي.

امریکایی مامورین وایی چی عجمي وروسته د سوریې له لاري عراق ته ځان ورساوه.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه