د سومالیا په مرکز کی عینی شاهدان وائی په سختو جگړوکی چی د سومالیا د پوځ او اسلامی افراطیانو تر مینځ وشوی دولس تنه وژل شوی دی.
جگړی د هایرن په سیمه کی د چهارشنبی په ورځ نا وخته هغه وخت ونښتی چی یاغیانو دایتوپیا په پوځی کاروان باندی حمله وکړه.
د سیمی اوسیدونکو دتلفاتو په باب بیلابیل رپوټونه ورکړیدی خو ټولو ویلی چی په مړو کی ملکی خلک شامل دی.
د اسلامی یاغیانو نطاق وویل چی په دی جگړو کی د دوی دوه تنه وژل شوی دی ده د ایتوپیا پوځ په دی تورن کړ چی په ملکی خلکو ئی په قصدی ډول ډزی کړی دی.
همدارنگه د ملگرو ملتونو دخوراکی موادو اداره وائی چی د دوی د اداری دلاری یو موټر چلوونکی د سومالیا په مرکز کی ویشتل شوی او وژل شوی دی. د ملگرو ملتونود خوراک نړیواله اداره وائی پیښه د چهارشنبی په ورځ د گلکایو په شمال کی د تلاشی په یوه غیری قانونی پوسته کی چی د یاغیانو له خوا کنترولیږی شوی ده.
د ملگرو ملتونو اداری دا وژنه غندلی او په شاملو خواو ئی غږ کړی چی د بشری مرستو رسولوخنډ نه شی تر څو سومالیا ته ورسیږی.