Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

برما: د نرگس توپان "٢٣ زره" کسان وژلى دى

11/05/2008

Residents walk past houses destroyed by Cyclone Nargis in Bogalay, Burma, 09 May 2008
د مرستی رسولو ځینی دلی وایی چی د مړیو شمیر کیدای شی سلو زرو ته لوړ شی.

د برما طوفان ځپلو سیمو ته د مرستی لړی په ورو ورو په داسی حال کی روانه ده چی په زرگونو کسان د دی سیمو نه مهاجر کیږی، خو تر اوسه هم داسی نښی نښانی نه لیدل کیږی چی د برما پوځی واکمنان دی د مرستی بهرنی عملی ته د مرستی د موادو د ویشلو اجازه ورکړی.

 نړیوالو د برما سره د مرستی لپاره سل ملیون ډالره مرسته راټوله کړیده ،خو د برما پوځی چارواکیو په هوایی ډگر کی د عاجلی مرستی لپاره خوراکی مواد تم کړی دی او په دی ټینگار کوی چی غواړی د مرستی مواد په خپله وویشی.

ځینی داسی پیښی هم شوی دی چی د مرستی مواد کله چی د ټلویزیونی کمرو په شته والی کی ویشل شوی نو د دغو موادو په صندوقونو د عالی رتبه جنرالانو نومونه لیکل شوی و.

د برتانیی د آکس فام د سیمه ایزی اداری ریسی سارا آیرلند نن په بنکاک کی خبریالانو ته وویل چی په برما کی خوراکی موادو ،پاکو اوبو او د ژوند لومړنیو اساسی موادو ته د داخلیدو د اجازی نه ورکولو له امله د یو نیم ملیون انسانانو ژوند په خطر کی دی.

د برما حکومت دا خبره تایید کړیده چی د نرگس د طوفان له امله ٢٣ زره کسان وژل شوی او لږتر لږه ٣٧ زره کسان لادرکه شوی دی. د مرستی رسولو ځینی دلی وایی چی د مړیو شمیر کیدای شی سلو زرو ته لوړ شی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
اوباما 'ژمنه وکړه چی د افغانستان سره به خپلی مرستی زیاتی کړی'

  نور رپو ټونه
د افغانستان د اوسنۍ وضعې په اړه یو بشپړ او بې طرفه رپوټ
'په هغو کسانو کې چې تر اوسه پورې وژل شوېدې، ښاېې رؤف د ټولو نه مشهور وي'
د یویشتو هیوادونو مشرانو پریکړه، د اقتصادي همکاری په کلنی غونډه کې
په هندي کشمیر کی نن د انتخاباتو دوهم پړاو پیل شو
فضآنوردانو په نړیوال فضآیی ستیشن کې خپل اوږد عملیات سر ته ورسول
ایرن مشکوک اسرائیلی جاسوس په دار زړولی
په خوست کې چاودنې ٢ ملکیان وژلي، ١٦ زخمیان دي
په قبایلو کې فراري برتانوی وژل شوی
ازبکستان او افغانستان د اورگاډي پټلۍ جوړوي
ناټو د افغانستان پر ستراتیژۍ غږیږي