Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نرسانو د نړیوالې ورځې لمانځنه وکړه

12/05/2008

medical
نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نرسانو د نړیوالې ورځې لمانځنه وکړه.

 پدې اړه جوړی شوی غونډې ته د عامې روغتیا وزارت مرستیالې، ډاکټرې نادره حیات برهاني، وویل چې افغانستان د نرسانو له کمي سره مخ دی او هڅه کوي تر څو د دوه زره او لسم کاله پوری پدغه هیواد کې د نرسانو شمیر لس زرو ته ورسوي.

دا ډول ډاکټری نادره حیات وویل چې په ټول هیواد کې څلور زره نرسان په مختلفو روغتونونو کې په دندو بوخت دي، چې خورا ټیټه کچه ده هغې وویل چې دا مهال د نرسینګ په نهو انسټیټوټونو کې پنځه سوه نرسان تر روزنې لاندی دي.

یوه روغتیايي څیړنه په ډاګه کوي چې دا وخت د افغانستان په هرو سل زرو وګړو اتلس یا نو لس نرسان رسیږي، خو د افغانستان حکومت بیا هڅه کوي تر څو هرو زرو تنو ته یو نرس ولري.

د مۍ د میاشتې دولسمه چې هر کال په نړۍ کې د نرسانو د ورځې په نوم لمانځلې کیږي تر اوسه افغانستان څلور ځلې لمانځلې.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د کابل امنیت افغان قواوو ته وسپارل شو

  نور رپو ټونه
زرداري د امنیت په خاطر د صدراعظم کور ته کډه کړې
هلمند کې ١٠٠ تنه یاغیان وژل شوي
کرزي د جاپاني مرسته کوونکي وژل غندلي
نیکپا ته په کابل کې تود هرکلی وشو
پاکستان کې د محکمو وکیلانو پراخې مظاهرې کړي
امریکایي او پاکستاني پوځي مقامات په امنیت خبرې کوي
گرجستان ته په مرستو بار امريکايي کښتۍ ورسېده
م.م: هرات کې د ملکیانو د وژل کېدو په باب شواهد لرو