Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د پاکستان ېو مشهور گوند د مرکزى حکومت له کابېنى نه وزي

12/05/2008

Pakistan Peoples' Party (PPP) leader Asif Ali Zardari (R) and former premier Nawaz Sharif take a break after a round of talks in Dubai on 1 May 2008

اصف على زردارى او نواز شریف 

د پاکستان پخوانى صدر اعظم نواز شرېف وايي دده گوند د پاکستان له مرکزى کابېنى نه وزى چې دا دواړه گوندونه په دې کې ناکام شول چې د بر طرف شوو قاضېانو د بېرته برحاله کولو په سر کومى روغې جوړې ته سره ونه رسېدل
.

ښاغلي نواز نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې دده د پاکستان مسلم لېگ نواز گوند غړى به د کابېنى له چوکېو نه استعفى وکړى.

 دا نوى اېتلافى حکومت شپږ اونى عمر لرى او نواز شرېف وعده وکړه چې دى به له مخالف گوند سره ېو ځاى نشى.

 نواز شرېف او اصف على زردارى په دې مسله باندى دوه ورځى خبرى وکړى خو د قاضېانو د برحاله کولو په مسله باندى چې پروېز مشرف برطرفه کړى ول، کومى موافقى ته سره ونه رسېدل.

 دغو دواړو مشرانو پخوا ژمنه کړى وه چې د پاکستان قضائېه به بېرته د مى په دولسمه نېټه باندى د ېوې پارلېمانى پرېکړى په واسطه باندى برحال کوى.

د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف تېرکال هغه وخت قاضېان برطرف کړل چې دهغه د بېا جمهور رئېس کېدو او بېا انتخاب کېدو په مسله باندى ېې اعتراض وکړ.

په داسى حال کې چې دى د پا کستان د پوځ عالى رتبه منصبدار و. د پروېز مشرف دا پرېکړه چې له قضاېه قوې خصوصا قاضى افتخار محمد چوهدرى سره مقابله وکړى، په پاکستان کې ېې ېو قوي مخالف غورځنگ منځته راووست.

ددغه مخالفت په نتېجه کې قانونى وکېلانو او قاضېانو دهغو مظاهرو لارښوونه په غاړه واخېسلته چې پر سړکونو باندى پېل شوې وې.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه