Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

کرزی له سلګونو بزګرانو سره ولیدل

13/05/2008

Afghan farmers gather poppies in the  Zadi Dusht district of Kandahar, Afghanistan (File photo)
د هلمند ولایت یوه بزګر: که حکومت ورسره د کرهڼې په برخه کې مرستې وکړي، نو نشه یي مواد به ونه کري.
د افغانستان په سلګونو بزګرانو دیوی لویې غونډې په ترڅ کې د ارګ په ماڼۍ کې له جمهور ریس حامد کرزي سره په لیدنه کې د هغوی د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه

  نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د هیواد په سلګونو بزګرانو سره په افغانستان کې د خوراکي موادو د لوړوالي په خاطر خبری اتری وکړې.

ولسمشر حامد کرزي په دی غونډه کې له بزګرانو وغوښتل تر څو د کرهڼیزو پيدا وارو د ډیرښت په فکر کې شي. 

ولسمشر کرزي دوی ته په خپلو خبرو کې وویل چې پری نږدي نړیوالو ته د غذايي مواد په اړه لاس اوچت نه کړي.

حامد کرزی د افغانستان جمهور ریس ولسمشر حامد کرزی دا ډول په خپلو خبرو کې د هغو ولایتونو له بزګرانو مننه وکړه‌، چې د کوکنارو کرکیله پکې صفر شوی. 

هغه لا له وړاندې یاده کړه چې د پاریس په غونډه کې به د نړیوالې  ولنې ۵۱ ملیارده ډالره مرسته تازه شي.

 ولسمشر وویل چې ۲،۵ ملیارده ډالره به د کرهڼې په برخه کې په دریو کلونو کې ولګول شي، تر څو دهیواد کرهڼه په پښو ودرول شي.

پدې غونډې کې د بزګرانو په استازۍ اشنا تلویزیون ته د هلمند ولایت یوه بزګر عبدالاحد وویل که حکومت ورسره د کرهڼې په برخه کې مرستې وکړي، نو نشه یي مواد به ونه کري.

عبدالاحد د هلمند یو بزګر ولسمشر کرزي له بزګرانو سره ژمنه وکړه چې د اوبو د رسولو سیستم ته به جدي پام وکړي. بل لور ته بزګرانو هم د بندونو د جوړیدو او ځمکو ته د اوبه خور موضوع باندې ټینګار کاوه.

په تیرو دیرشو کلونو کې په افغانستان کې اوږدې اوچکالۍ کرهڼې ته پوره زیان رسولی. 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د کابل امنیت افغان قواوو ته وسپارل شو

  نور رپو ټونه
زرداري د امنیت په خاطر د صدراعظم کور ته کډه کړې
هلمند کې ١٠٠ تنه یاغیان وژل شوي
کرزي د جاپاني مرسته کوونکي وژل غندلي
نیکپا ته په کابل کې تود هرکلی وشو
پاکستان کې د محکمو وکیلانو پراخې مظاهرې کړي
امریکایي او پاکستاني پوځي مقامات په امنیت خبرې کوي
گرجستان ته په مرستو بار امريکايي کښتۍ ورسېده
م.م: هرات کې د ملکیانو د وژل کېدو په باب شواهد لرو