Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

متحده ایالات وايي قواوو یې د افغانستان په جنوب کې ١٢ جگړه ماران وژلي

13/05/2008

 د متحده ایالاتو پوځ وايي، ایتلافي قواوو نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې ١٢ تنه جگړه ماران وژلي دي.

 د پوځ یوې بیانیې ویلي، دغه جگړه ماران د هلمند په ولایت کې د پاکستان سرحد ته نږدې د گرمسیر په ولسوالۍ کې د امریکايي قواوو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

متحده ایالات وايي، عسکرو یې یاغي طالبانو ته د وسلو او مهماتو د رسیدو پر ضد عملیات کول چې له افراطیانو سره په جگړه واوښتل.

 بیانیه وايي، ایتلافي قواوو د جگړې پر وخت هوايي بمباري کړې او له آمله یې تر لسو زیات یاغیان وژل شوي دي.

 ایتلافي قواوې تیره میاشت گرمسیر ته ددې لپاره ننوتې چې په هغې ولسوالۍ کې د طالبانو موجوده شبکه له منځه یوسي او له ولسوالۍ څخه یې وباسي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د امنیت د شورا هیئت د افغانستان په باب په احتیاط خوشبیني ښوولې

  نور رپو ټونه
په قبایلي سیمو کې یاغیانو حملې کړي دي
کرزی او زرداري  نن په ترکیه کې غونډه لري 
په افغانستان کې ډېرې پېښی کېږی، خو د نړې مطبوعات...
ځانمرگو په خوست کې دوه پولیس ووژل
هند د هوایی میدانونو امنیت ټینگوي
پاکستان وایي د تروریستانو په مقابل کې به سخت اقدامات وکړي
د آسیا د پرمختگ بانک د سیند ایالت ته ٣٠٠ ملیون ډالره پور ورکوي
د تاېلند باچا خپله کلنی دودېزه وېنا ونکړی شوه