Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د نړۍ مشرانو په چین کې د زلزلې له امله خلکو ته خپله همدردي څرگنده کړه

13/05/2008

Collapsed building from earthquake that hit China's Sichuan province 12 Apr 2008
د نړۍ مشرانو په چین کې د زلزلې له امله خلکو ته د سه شنبې په ورځ خپله همدردي څرگنده کړه او د مصیبت زپلو سره یې د مرستې کولو وړاندیز وکړ
.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر موساهیکو کومارا وویل چې د هغه هیواد لا د پخوا څخه مرستو کولو ته چمتو دی خو پوښتنه کول ضروري دي.

د هانگ کانگ ریس دونالد سانگ هم وویل چې دی او ټول هانگ کانگیان په دغه پیښه خواشینې شوي دي.

ښاغلی سانگ وویل چې د ژغورنې ډلې یې اماده دي چې د چینایې ژغورونکو ډلو سره اوږه په اوږه کار کولو ته ملا وتړي.

په همدی وخت کې د استرالیا صدراعظم کیوین رد پارلمان ته وویل چې خپل چیني سیال وین جیاباو ته یې یو لیک استولی او د استرالیا هیواد د مرستو کولو تیاری یې پکې څرگند کړی دی.

د چین حکومت بی له ځنډه بهرنیو مرستو ته هرکلی کړی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه