Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

نن په انتخاباتو کې به یې هلري کلنتن په 'اسانۍ سره وگټي'

13/05/2008

Barack Obama in Charleston, West Virginia, 12 May 2008
په پرونۍ غونډه کې بارک اوبامه د لمړي ځل لپاره په خپل کوټ د امریکا د بیرغ نښان ټومبلی و.
د امریکا جمهوری ریاست ته دیموکرات کاندید بارک اوبامه په هغو دوه نورو ایالتونو کې د رایو گټلو لپاره کمپاین وکړ چې ویل کیږي نن د سه شنبې په انتخاباتو کې به یې هلري کلنتن په اسانۍ سره وگټي
.

اوبامه د لویدیځې ورجینیا په ایالت کې راښکاره شو چې د دیموکرات گوند د انتخاباتو د شپږو وروستیو ایالتونو نه یو دی.

د لویدیځی ورجینیا په چارلستن په ښار کې اوبامه هغو انتقادونو ته په اشری خپله وینا وکړه چې دی یو وطن پرسته شخص دی او په یوی بشري ارزښتونو ولاړی اردو ملاتړ کوي.

په پرونۍ غونډه کې بارک اوبامه د لمړي ځل لپاره په خپل کوټ د امریکا د بیرغ نښان ټومبلی و.

په عین حال کې د کانگرس پخوانی جمهوري غوښتونکی غړي باب بار هم ځان د یو متبادل په توگه د جمهوری ریاست د کاندید په توگه اعلان کړ.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه