Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

برما د مرستو رسولو لپاره نړیوال فشارونه رد کړي

13/05/2008

An injured survivor of the cyclone Nargis looks on in Bogalay, Burma, 13 May 2008
د برما نظامي مقاماتو پر ځان باندې هغه نړیوال فشارونه رد کړي چې غواړي نړیوالو مرسته کوونکو ته دې اجازه ورکړي چې د برما طوفان ځپلو ته مرستې ورسوي.

 د ”ماینمار نوې رڼا” په نامه د برما یوې رسمي جریدې نن په خپلې یوې مقالې کې د د سمندري قواوو د ډگرجنرال سو تین له خولې لیکلي چې برما لا تر اوسه ماهرو مرسته رسوونکو ته اړتیا نلري.

دغه ډگرجنرال ویلي، له خپلو امکاناتو سره سم یې د نرگس په نامه د موسمي طوفان ځپلو ضرورتونه ور پوره کړي دي.

 نړیوالې ټولنې لا له وړاندې له طوفان ځپلو سره د برما د نظامي حکومت د عکس العمل په اړه ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده.

 د برما حکومت په هغه ملک کې د موسمي طوفان یوه هفته وروسته تائید کړه چې ٣١ زره او ٩٠٠ کسان مړه شوي او ٣٠ زره نور لادرکه دي. ملگري ملتونه وايي، په برما کې دوه میلیونه انسانان د عاجلو مرستو انتظار باسي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه