Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

هند: یوی کوچنی یاغی ډلی د سه شنبی د ورځی د چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دى

15/05/2008

هند
د هند پولیس وائی یوی کوچنی یاغی ډلی چی مخکی دومره مشهوره نه وه، د سه شنبی د ورځی د چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دى.

په دغه چاودنه کې له اتیاوو نه زیات خلک ووژل شول او دوه سوه نور پکی زخمیان شول. دا پیښه د جیپورپه ښارکی چی ډیر سیلانیان ورځی شویده.

پولیس وائی یوه ډله چی د هند مجاهدین نو میږی د هند مطبوعاتو ته یو ویډیو لیږلی چی پکی یو بایسکل لیدل کیږی او وائی چی دوی بم دلته په با یسکل کی ځای پر ځای کړی ؤ.

اکثره هغه اته بمونه چی د هند وانو درمسال ته نژدی یو پر بل پسی وچاودیدل په بایسکیلونو کی ایښودل شو ی ؤ د چهار شنبی په ورځ پولیسو دوه تنه مشکوک کسان ونیول او د یوه بل تن چی دشلو کلونو په شاوخوا کی عمر لری عکس یی خپور کړ. او وائی چی نوموړی سړی دا بایسکیل رانیولی او بیا ئی بم پکی ځای پر ځای کړی دی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د کابل امنیت افغان قواوو ته وسپارل شو

  نور رپو ټونه
زرداري د امنیت په خاطر د صدراعظم کور ته کډه کړې
هلمند کې ١٠٠ تنه یاغیان وژل شوي
کرزي د جاپاني مرسته کوونکي وژل غندلي
نیکپا ته په کابل کې تود هرکلی وشو
پاکستان کې د محکمو وکیلانو پراخې مظاهرې کړي
امریکایي او پاکستاني پوځي مقامات په امنیت خبرې کوي
گرجستان ته په مرستو بار امريکايي کښتۍ ورسېده
م.م: هرات کې د ملکیانو د وژل کېدو په باب شواهد لرو