Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

دچین جمهوررئیس زلزلی ځپلی سیمی ته ولاړ

16/05/2008

تائید شوی رپوټونه وائې، دمړو شمیر شلو زرو تنو ته رسیدلی دی مگر که د لادرکه شویوکسانو مړی پیدا شی نو په هغه صورت کې دمړو شمیر له پنځوسو زرو نه زیاتیږی . دچین جمهوررئیس هو جینتاودزلزلی نه څلور ورځی وروسته نن دجمعی په ورځ په الوتکه کې دزلزلی ځپلو سیمو دلیدلو لپاره ورغی دولتی مطبوعاتو دښاغلې هو له قوله وائې چې هغه دژغورنی دکارکوونکونه وغوښتل چې خپله ټوله وسی وکړی چې دزلزلی نه ژوندی پاتی کسان و ژغوری . د‏(‎١٣٠ ‏)‎ زرو عسکرو په شمول دژغورنی پراخه عملیات روان دی .

دولتی مطبوعات وائې، بالاخره عسکر اوپولیسان ددوشنبی دورځی دزلزلی مرکزته نژدی سیموته رسیدلی دی . ډیرو سیمو ته ورتگ مشکل وځکه چې دورتگ لاری ټولې دځمکی دښویدو په سبب بندی شوی وی . حکومت څه دپاسه ‏(‎٧٧٠ ‏)‎ میلونه ډالردزلزلی ځپلو سره دمرستی لپاره تخصیص کړیدی .

 دولتی مطبوعات وائې، دچین حکومت به په خاصه توگه پدی غوروکړی چې ولی اوه زره دښونځیو ودانی دزلزلی په وخت کې ویجاړی شوی. دچین حکومت دعاجلو مرستونه تقریبآ اته میلونه ډالرتخصیص کړیدی چې په سیچوان کې داوبو دذخیرو بندونه چې زلزلی ویجاړکړیدی هغه ورباندی جوړکړی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د تیری میاشتی د پیښې په باب نوې څیړنې

  نور رپو ټونه
کرزی نن د متحده عربي اماراتو  په لور ور وخوځید
د احمد شاه مسعود د وژل کیدو اومه کلیزه په کابل کی ونمانځل شوه
په کندهار کې دوو ځان مرگو شپږ پولېسان ووژل
په صوبه سرحد کی ٣٣ کسان د موټر بم په چاودنه کی ووژل شول
کرزی زرداری ته د بریالیتوبونو هیله وکړه
'لیبیا د تل لپاره بدله شوې، امریکا بدلې شوې، او نړۍ هم بدله شوی'
په مصر کی لږ تر لږه څلور ویشت تنه وژل شوی دي
په کابل کی د سواد نړیواله ورځ ونمانځل شوه