Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

یاغیانو په قبایلي سیمه کی یو پاکستاني عسکر وژلی دی

16/05/2008

مشکوکو یاغیانو د پاکستان په قبالي سیمه کی یو پاکستاني عسکر له دې کبله وژلی دی چی د راکټ د هغي حملې انتقام واخلي چی ویل کیږی د امریکا د بې پیلوټه الوتکي له خوا ویشتل سوی و . د باجوړ په سیمه کی یوه محلي مامور ویلي دي چی ددغه عسکر مړی نن د جمعې په ورځ د کر د ښارگوټي نه تقریبا اته کیلو متره لیري پیدا شوی دی .

 چارواکي وایی په یوه لیک کی چی په دغه مړي باندی پروت و ، ویل شوي دي چی دغه عسکر د ډماډالله په کلي کی په یوه کور باندی د چهارشنبې په ورځ د حملې په انتقام کی ووژل شو . دا لیک د تحریک طالبان د ډلي له خوا لاسلیک شوی دی .ددغي ډلي یوه نطاق مولوي عمر پرون ویلي و چی ددغي حملې چی گمان کیږي امریکا کړې ، انتقام به واخلی . د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مامورین وایی چی دوی ددې حملې په باب تحقیقات کوی .

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د کابل امنیت افغان قواوو ته وسپارل شو

  نور رپو ټونه
زرداري د امنیت په خاطر د صدراعظم کور ته کډه کړې
هلمند کې ١٠٠ تنه یاغیان وژل شوي
کرزي د جاپاني مرسته کوونکي وژل غندلي
نیکپا ته په کابل کې تود هرکلی وشو
پاکستان کې د محکمو وکیلانو پراخې مظاهرې کړي
امریکایي او پاکستاني پوځي مقامات په امنیت خبرې کوي
گرجستان ته په مرستو بار امريکايي کښتۍ ورسېده
م.م: هرات کې د ملکیانو د وژل کېدو په باب شواهد لرو