Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د لبنان مشرانو د حکومت د جوړولو پر سر خبرې پیل کړي

17/05/2008

د لبنان سیاسي مشرانو په لوړه سطحه مذاکرات پیل کړي چې ملک له یوې کورنۍ جگړې څخه وژغوري. دغه مشران د قطر په پایتخت دوحه کې راغونډ شوي دي.

 پدغه غونډه کې چې پرون د جمعې په ورځ د قطر امیر شیخ حامد خلیفه الثاني پرانیستله، د لبنان د لویدیځ ملاتړ لرونکي حکومت او د حکومت مخالفې ډلې، حزب الله استازي گډون لري. د قطر امیر پر دواړو مخالفو لورو زور واچاوه چې باید روغه جوړه وکړي. همدارنگه د جمعې په ورځ د متحده ایالاتو مقاماتو وویل، د لبنان صدراعظم فواد سنیورا له جمهور رئیس جورج بوش سره خپله پلان شوې غونډه لغوه کړې ده.

په پام کې وه چې ښاغلی سنیورا له جمهور رئیس بوش سره نن د شنبې په ورځ په مصر کې وگوري. چارواکو ویلي، صدراعظم سنیورا غواړي چې خپل ټول پام په دوحه کې د روغې جوړې روانې غونډې ته واړوي. د لبنان دوو مخالفو خواوو د پنجشنبې په ورځ د عربي هیوادونو د ټولنې دا غوښتنه ومنله چې په ملک کې د نوي جمهور رئیس د ټاکلو او د یوه متحد حکومت د رامنځته کولو لپاره خبرې پیل کړي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه