Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

افغان ماموران:  لږترلږه نهه افراطیان وژل شویدی

17/05/2008

افغان ماموران وائې، په یولړ حملو، بمباریواو دبمونو په چاودنوکې لږترلږه یوملکی کس او نهه افراطیان وژل شویدی . نن دشنبی په ورځ په کندهارکې یو بم چې دسیکل پوری تړل شوی واو له لیری نه کنټرولیده، په داسی وخت کې وچاودید چې دپولیسو موټر ئې په خوا کې تیریده .

پولیسان وائې، په دغه چاودنه کې یو ماشوم ووژل شو اویو بل ملکی کس زخمی شو. ددغې چاودنی مسؤلیت چا په غاړه ندی اخیستی مگر کندهار دطالبانو ېو قوی مرکزدی . دافغانستان دملی اردو مقامات وائې، پرون دجمعی په ورځ دافغان او بین المللی پوځ دعملیاتو په وخت کې چې دهوائې حملو نه پکې هم کار اخیستل شوی و، لږترلږه اوه ‏(‎٧ ‏)‎ تنه افراطیان وژل شوی وو.

 له بل پلوه دامریکا نظامی مقامات وائې، دنظامی عملیاتو په وخت کې یو شمیر افراطیان ووژل شول .ددغوعملیاتو هدف دخوست په ولایت کې یاغی طالبان وو. افغان، ناټواوامریکائې عسکر دیاغی طالبانو اونورو یاغیانو سره په جگړه اخته دی چې مرکزونه ئې دافغانستان په جنوب او ختیځ کې دی. .

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د افغانستان په گڼو برخو کی د کولرا مرض 'د خپریدو په حال کی دې'

  نور رپو ټونه
د افغانستان او ناټو عسکرو په تازه جگړو کې څوارلس طالبان وژلى دى
د پاکستان عسکرو په ناکراره قبېلوى سېمه کې ٢۴ افراطېان ووژل
اوباما د خپل سیال مککېن نه 'شپږ نمرې مخې ته دی'
اسراییلو نن د اردن د سیند لویدیځې غاړې نه د تگ راتگ د بندیز نوئ امر صآدر کړ
په هېلمند کې سل تنه طالبان په دوه جلا جگړو کې ووژل شول
د ایران یو اصلاح غوښتونکی، د احمدي نژاد سره 'به مقابله و کړي'
د بغداد په بم چونه کې نهه کسان مړه او دېارلس زخمى شول
د اروپاېې اتحاد مشران د اقتصادى ژغورنى په پلان باندى کار کوى