Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

ېوه ځان مرگه د افغانستان په جنوب کې څلور تنه وژلى دى

18/05/2008

US Marines fire machine guns at Taliban position during gun battle near town of Garmser in Helmand Province, 05 May 2008

د هېلمند امنېه قوماندان وايي چې ځان مرگه د پولېسو په ېوه تاڼه کې چې په موسى کلا کې واقع ده په نښه کړې وه.

هغه ووېل چې په دغه چاودنه کې پنځه پولېسان او درى ملکېان زخمى شول.

په افغانستان کی مقامات وائی امنیتی ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کی هغه دوه تنه بهرنیان چی یو ئی د هند او بل ئی د نیپال اوسیدونکی دی او یوه میاشت مخکی د هرات په ولایت کی برمته شوی وو را خوشی کړی دی.

د هرات ولایت د استخباراتو مشر وویل د اففانستان امنیتی قواوو نن د یکشنبی په ورځ په یوه حمله کی دواړه کسان د برمته کوونکو له منگولوڅخه راخوشی کړل.

دغه دوه تنه نا پیږندل شویووسله والو د اپریل د مېاشتی په یوویشتمه نیټه کله چی ئی د ایران سرحد ته څیرمه د افغا نستان په خاوره کی سفر کاوه برمته کړل.

 تر اوسه لا جوته نده چی برمته کوونکو د دوی د خوشی کولو په بدل کی پیسی اخیستی او که نه. د طالبانو جنگیالی په دی سیمه کی فعال دی خو دوی هېڅکله هم دهغوی د برمته کولو مسولیت پر خپله غاړه ندی اخیستی.

همدا رنگه د شنبی په ورځ د افغا نستان په جنوب کی د هلمند په ولایت کی یاغیانو دناتو د قواو یوه هیلیکوپترچی د هلمند والی گلاب منگل اود بریتانیا منصبداران ئی انتقالول په راکټ ویشتلی دی چی هلیکوپتر ته یو څه زیان رسیدلی خو څوک پکی مړه یا زخمیان شوی ندی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه