Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

زمبابوې مخالف گوند: د پوځ استخبارات، د گوند کاندید مورگان وانگیري 'د وژلو توطیه کړيده'

19/05/2008

210_Zimbabwe
د زمبابوې عمده مخالف گوند د پوځ استخبارات په دې تورن کړل چې د جمهوري ریاست لپاره ددوی د گوند کاندید مورگان وانگیري د وژلو توطیه کړيده
.

 د دموکراتیک بدلون غورځنگ عمومي منشي تندي بتي د کنیا په نایروبي کې یوه مطبوعاتي کانفرانس ته نن دوشنبې وویل چې پوځ د وانگیرې په ضد اته لس وسله وال توظیف کړيدي.

وانگیري ددغه توطیې په سبب ملک ته خپل بیرته راتگ ځنډولوی دی. بتي وویل چې ددوی غورځنگ داسې نښې نښانې لري چې د پوځ د استخباراتو دخالت په دغه توطیه کې ښيي خو دوی مطبوعاتو د داسې یوې فزیکي بیلگې له ښودلو نه ډډه کړېده او ویلي دي چې دا به د یوه شمیر خلکو ژوند په خطر واچوي.

د زمبابوې حکومت وايي داسې تورونه بې بنیاده دي او ښاغلی وانگیري غواړي ارزانه سیاسي گټې تر لاسه کړي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د تیری میاشتی د پیښې په باب نوې څیړنې

  نور رپو ټونه
کرزی نن د متحده عربي اماراتو  په لور ور وخوځید
د احمد شاه مسعود د وژل کیدو اومه کلیزه په کابل کی ونمانځل شوه
په کندهار کې دوو ځان مرگو شپږ پولېسان ووژل
په صوبه سرحد کی ٣٣ کسان د موټر بم په چاودنه کی ووژل شول
کرزی زرداری ته د بریالیتوبونو هیله وکړه
'لیبیا د تل لپاره بدله شوې، امریکا بدلې شوې، او نړۍ هم بدله شوی'
په مصر کی لږ تر لږه څلور ویشت تنه وژل شوی دي
په کابل کی د سواد نړیواله ورځ ونمانځل شوه