د عیني شاهدانو په وینا په
سلگونو فلسطینیانو د چهارشنبې په ورځ په ناحاپي
توگه د غزې په تړانگې
کې د مصر د سرحد په لور منډې کړې او له سرحد
څخه د اوختو په ترڅ کې
یې پولیس په ډبرو
ویشل.
قهرجنو فلسطینیانو هڅه کوله چې د غزې اړخ ته دوه سرحدي دروازې ماتې
کړي، او د رفاه د سرحدي دروازې په لور یې حمله کړه چې د مصري سرحدي ځواکونو له خوا ساتل کیږي، خو په تیریدو بریالي نه شول.
فلسطینیانو پر مصر ملامتي واچوله چې د خپلې ژمنې پر اساس
یې دغه سرحد
خلاص نه کړ.
د تیر کال راهیسي کله چې د حماس وسله واله ډله پر غزې
حاکمه شوه مصر دا پوله وتړله.
خو مصري چارواکي وایې چې سرحد یې ځکه د ټولو
فلسطینیانو پر مخ وتړو چې حماس هغه کسانو ته هم اجازه ورکوله کوم چې مصر ته د
تیریدو اجازه نلري.