Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

ایران: د اتومي پروگرام په باره کې مو دریځ نه دی بدل شوی

05/07/2008

د ایران د حکومت یوه نطاق ویلي، حکومت یې د اتومي پروگرام په باره کې له نړیوالې ټولنې سره خبرو ته تیار دی.

 

خو وايي، د ایران موقف نه دی بدل شوی او نه غواړي چې د یورانیمو د غني کولو حق له لاسه ورکړي.

 

غلام حسین الهام دغه خبرې د شنبې په ورځ له هغه یوه ورځ وروسته وکړې چې ایران د شپږو قدرتمنو هیوادونو له خوا د امتیازاتو د منلو پیشنهاد ته خپل رسمي ځواب وړاندې کړ.

 

دغه شپږ هیوادونه، روسیه، چین، فرانسه، جرمني، او امریکا له ایران نه غواړي که د یورانیمو غني کول پرچاو کړي نو اقتصادي او تجارتي امتیازونه به ورته ومني.

 

د ایران د هغه ځواب جزیات لا تر اوسه نه دي معلوم چې د جمعې په ورځ یې په برسلز کې د اروپايي اتحاد د خارجي پالیسۍ رئیس، هاویر سولانا ته وسپاره. 

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د افغانستان په گڼو برخو کی د کولرا مرض 'د خپریدو په حال کی دې'

  نور رپو ټونه
د افغانستان او ناټو عسکرو په تازه جگړو کې څوارلس طالبان وژلى دى
د پاکستان عسکرو په ناکراره قبېلوى سېمه کې ٢۴ افراطېان ووژل
اوباما د خپل سیال مککېن نه 'شپږ نمرې مخې ته دی'
اسراییلو نن د اردن د سیند لویدیځې غاړې نه د تگ راتگ د بندیز نوئ امر صآدر کړ
په هېلمند کې سل تنه طالبان په دوه جلا جگړو کې ووژل شول
د ایران یو اصلاح غوښتونکی، د احمدي نژاد سره 'به مقابله و کړي'
د بغداد په بم چونه کې نهه کسان مړه او دېارلس زخمى شول
د اروپاېې اتحاد مشران د اقتصادى ژغورنى په پلان باندى کار کوى