Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

هر کال په نړی کې یو میلیون خلک د ملریا د بیماری له کبله مړه کیږی

06/07/2008

Crying 18-month-old Paul Gueye, receiving malaria rapid diagnostic test

جمهور ریس بوش په دی وروستیو کې د افریقا د لوی صحرا څخه کتنه وکړه چیرته چی هغه په ملاریا او نورو روغتیایی ستونزو غور وکړ. 

هر کال په نړی کې د دری سوه پنځوسو نه تر پنځه سوه میلیونه پوری د ملاریا پیښی لیدل کیږی، او یو میلیون خلک د دغی بیماری له کبله مړه کیږی چې په افغانستان کې هم د ملاریا د کلنیو پیښو شمیر په تخمینی ډول د دوو نه تر دری میلیونو پوری رسیږی.

په تانزانیا کې د ملاریا د دغه روغتون سره جمهور رئیس بوش او میرمن  لورا بوش د هغو پشه خانو مرسته وکړه چې د غوماشو ضد درمل پرې شیندل شوی تر څو د مکروبونو مخنیوی وکړي. یواځې په تانزانیا کې هر کال د ملاریا له کبله د سل زرو نه زیاد خلک تلف کیږی.                                 

جمهور ریس بوش: "د ملاریا په وجه پیښ شوي تلفات حتمي نه دي چې رامنځ ته شي، هغه مړینه چې د ملاریا له کبله کیږي، د منلو وړ نده.‏" ‎‏                                                        

ملاریا د یو ډول پرازیت څخه را منځ ته کیږي چې د وینې جریان ته د غو ماشی د چیچلو په وسیله داخلیږی. د روغتیا د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې  ملاریا هر کال په افریقایی هیوادونو کې یو میلیون خلک وژنی، چې زیاتره قربانیان یی له پنځو کالو څخه کم عمر لري.                                       

د ملاریا ضد هغه پنځه کلن پلان چې ښاغلی بوش په دوه زره پنځم کال کې د یو عشاریه دوه میلیاردو ډالرو په لگښت پیل کړی و، هدف یې په ١٥ افریقایي هیوادونو کې د ملاریا په وجه د مړینو د شمیر نیمایي ته راټیټول دي. 

دغه پروگرام د پنځویشت میلیونو څخه زیاتو خلکو سره په مختلفو برخو کې لکه ددغه بیماری ضد د درمل ورکړه، د صحی کارکونکو روزنه او د هغو درملو ورکول شامل دي چې په کورونو کې د ملاریا د غوملشو د خپریدو مخنیوی کوي.

ډیر شمیر ساینس پوهان وایي ددې مکروب د مخنیوي لپاره هر اړخیزه مبارزه په کار ده. امریکایي ساینس پوه ستیفن هوفمن د یو واکسین د جوړولو په هڅه کې دی. هغه خپل طبابت پریښود چې د درملو د تولید یوه فابریکه جوړه کړی چې سناریا نومي.

که څه هم په نړی کې اویا ډوله تجربوی واکسینونه شته خو ستیفن وایی سناریا د نورو نه توپیر لري ځکه هغه د ټولو پرازیتونو لپاره استعمالیږي.

ستیفن د ملاریا ضد واکسینو په اړه وایي:  "د ملاریا بل هیڅ ډول واکسین نه دي لیدل شوي چې په سلو کې له دیرشو څخه تر څلویښتو پورې کسان چې واکسین پرې تطبیق شوي، د څو اونیو څخه زیات وژغوري. په داسې حال کې چې دغه واکسین لږ تر لږه د لسو میاشتو لپاره نوی فیصده ژغورونکی دی." ‎                                          


ستیفن وایی چې هغه او د هغه همکاران غواړی چې خپل دغه کار تر سپتمبر پوری د امریکا د خوراک او درملو اداری ته وړاندې کړې.

دوی هیله من دي چې دغه طبی آزموینه د کال تر پایه په روغتونونو کې شروع کړی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د افغانستان په گڼو برخو کی د کولرا مرض 'د خپریدو په حال کی دې'

  نور رپو ټونه
د افغانستان او ناټو عسکرو په تازه جگړو کې څوارلس طالبان وژلى دى
د پاکستان عسکرو په ناکراره قبېلوى سېمه کې ٢۴ افراطېان ووژل
اوباما د خپل سیال مککېن نه 'شپږ نمرې مخې ته دی'
اسراییلو نن د اردن د سیند لویدیځې غاړې نه د تگ راتگ د بندیز نوئ امر صآدر کړ
په هېلمند کې سل تنه طالبان په دوه جلا جگړو کې ووژل شول
د ایران یو اصلاح غوښتونکی، د احمدي نژاد سره 'به مقابله و کړي'
د بغداد په بم چونه کې نهه کسان مړه او دېارلس زخمى شول
د اروپاېې اتحاد مشران د اقتصادى ژغورنى په پلان باندى کار کوى