 |
جیمز بیکر
|
د امریکا دوه تنه د کابینې
پخواني وزیران به له پارلمان نه وغواړي چې د امریکا د جگړې دود بدل کړي.
دوی وايي، په راتلونکي وخت کې،
که ملک د جگړې پلان نیسي نو جمهور رئیس باید د قانون له مخې، دې ته اړ وي چې له
پارلمان سره مشوره وکړي او له جگړې ٣٠ ورځې مخکې د تائید او یا نه تائید رایه
واخلي.
جیمز بیکر چې د جمهوري
غوښتونکو د گوند پخواني جمهور رئیس جورج ایچ ډبلیو بوش په وخت کې د کابینې وزیر و
او وارن کریسټوفر چې د دیموکرات گوند د جمهور رئیس بیل کلینټن په کابینه کې دنده
لرله، د جگړې د واک په ملي کمیسیون کې په تیر یوه کال کې مطالعه او تحقیق کړی دی.
دوی د خپل پلان جزیات نن د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې د یوې مقالې په ترڅ کې
خپاره کړي دي.
ددغه کمیسیون طرح داده چې د
١٩٧٣ کال د جگړې د واک په قرارداد کې دې
بدلون راشي کوم ټې د ویتنام د جگړې پر وخت تصویب شوی و.
دواړو پخواني وزیرانو ادعا
کړې چې د ١٩٧٣ کال د جگړې د واک دغه قرارداد غیرموثر او په قانون برابر نه دی.