Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

د ناسا کیهاني ماشین له مشتري ستوري سره نږدې تېر شو

30/07/2008

Image taken through the Hubble space telescope

د جان هاپکنز پوهنتون د فیزکس لبراتوار سائنس پوهان له مېریلنډ ایالت څخه د مشتري گرد چاپېره د پیغام رسونکي سفر څېړي.

د مشتري گرد چاپېره دغه سفر په دري دېرش کاله کې لومړی دی. هم دغه رنگه سفر په ١٩٧٠ لسېزه کې د ناسا مرینر لس ترسره کړی و. شون سولومن د نوي پیغام رسونکي د سائینس پوهانو د ډلې رئیس دی.

شان سولومن: "‎مرینر لس ډېر ارزښت ناکه مالومات راټول کړي و. خو د دغه ترټولو نږدې ستوري په هکله یې ځینو نورو مهمو پوښتنو ته  ځواب نه و ویلی.  مرینر لسم د مشتري یواځي نیمايي برخه کتلی وه. مرینر لسم د مشتري مقناطیسي برخه څرگنده کړه خو دا یې مالومه نه کړه چې ولي د نورو لویو ستورو په شان مشتري هم مقناطیسي برخه له لاسه نه ده ورکړې."‎

په دغه گرځنده سفر کې پیغام رسونکی د مشتري د زمکې نقشه جوړه وي، مالومات ټوله وي او تر یوو لس سوه زیات عسکونه یې اخلي. ناسا به دغه عسکونونه له پخوانیو عسکونو سره په لړۍ کې و پې يي.

پیغام رسونکی به د زمکي او زهره ستوري د کشش له کبله شا او خوا گرځي او بالاخره به سوکه شي او په کال ٢٠١١ کي به مشتري ته ولاړ شي. په پیغام رسونکي کې څېړنیځ الات هم نسب شوي

شان سولومن: "‎کله چې مونږ د مشتري مدار ته ورسو نو د دغو الاتو په مرسته به د مشتري د جوړښت نقشه جوړه کړو."

سولومن وايي سائینس پوهان د هغو پوښتنو د ځواب ترلاسه کولو هیله لري چې له لیسزو راهیسې د مشتري په هکله د دوی په ذهنونو کې پراته دي. 

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
اوباما 'ژمنه وکړه چی د افغانستان سره به خپلی مرستی زیاتی کړی'

  نور رپو ټونه
د افغانستان د اوسنۍ وضعې په اړه یو بشپړ او بې طرفه رپوټ
'په هغو کسانو کې چې تر اوسه پورې وژل شوېدې، ښاېې رؤف د ټولو نه مشهور وي'
د یویشتو هیوادونو مشرانو پریکړه، د اقتصادي همکاری په کلنی غونډه کې
په هندي کشمیر کی نن د انتخاباتو دوهم پړاو پیل شو
فضآنوردانو په نړیوال فضآیی ستیشن کې خپل اوږد عملیات سر ته ورسول
ایرن مشکوک اسرائیلی جاسوس په دار زړولی
په خوست کې چاودنې ٢ ملکیان وژلي، ١٦ زخمیان دي
په قبایلو کې فراري برتانوی وژل شوی
ازبکستان او افغانستان د اورگاډي پټلۍ جوړوي
ناټو د افغانستان پر ستراتیژۍ غږیږي