د
سرطاني مرضؤنو سره د مبارزې امریکایی موسسې یو ځل بیا خپل هغه خبرداری تکرار کړ چې
وایی د موبایل د تیلفون نه زیاته کار اخیستنه د سرطان سبب گرځي.
د
سرطاني مرضؤنو او موبایل تر منځ د اړیکو پوښتنی مخکی تر دی هم را ولاړې شوی وی. خو
دا لومړی ځل دی چی د څیړونکو یوه مخکښه ډله داسی یو جدي خبرداری خپور کړی دی.
داکتر
ارنولد هیبرمن، د پتسبرگ د پوهنتون د سرطاني مرضؤنو سره د مبارزی د مرکز رئیس خپلو
همکارانو ته د یوه نوت په ترڅ کی دا خبر داری واضحه کړ او وایی چی ماشومان باید
یوازی او یوازی په عاجلو شرایطو کی د موبایل نه کار واخلي، ځکه دوی تر نور زیات د
گواښ سره مخ دي.
د سرطان
سره د مبارزې امریکایی موسسې غړې داکتره مایکل تن دغه څیړنې له نږدې نه څاري:
"تراوسه ټول
شواهد د موبایل د تیلوفن زیان په زغرده
نشي په ډاگه کولای. زه وایم دا ناممکنه ده چی د ساینس سره دا په اثبات ورسوو
چې موبایل سل په سلو کې مصوؤنه دی."
د سرطان
سره دمبارزې امریکایی اداره وایی موبایل تیلفونونه د انرژۍ رادیویی څپې د وړانگو
په توگه مغزو ته استوي. دغه انستیتوت دا په ډاگه کوي چی د گڼ شمیر څیړنی د نوی
تکنالوژی په اړه همدې ټکي ته اشاره کوي او زیاتوي چی د موبایل د تیلفون کار
اخیستونکی چی شمیر یی ورځ په روځ زیاتیږي باید دیته ژوره پاملرنه وکړي.
یو سلو
اتیا ملیون کسان په امرکیا او د دوه بلیونو نه زیات کسان په نړی کی د مبایل تیلفون
کاروي د هییبرمن خبرداری د اوسنی او پخوانیو چیړنو په اساس اعلان شوی. اوس نو
دموبایل کار اخیستونکو ته اندیښنه پیدا شوی.
په
وروستیو نهایی نتیجو کې اوس هم د مبایل د زیان بشپړ ثبوت ندی لاس ته راغلی نو
داکتران هم د وایرلس غوږی د استعمال مشوره ورکوي او وایی ماغزو ته د وړانگو مخنیوی
وکړئ.