Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

زرداري د امنیت په خاطر د صدراعظم کور ته کډه کړې

29/08/2008

The ruling Pakistan People's Party leader Asif Ali Zardari speaks during the party's central executive meeting in Islamabad, 22 Aug 2008
      د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر آصف علي زرداري
د یاغیانو د گواښونو له کبله آصف علی زرداري چی د پاکستان د جمهوري ریاست دپاره مخکښ کاندید دې ته مجبور شوی چی د صدراعظم یوسف رضا گیلاني کور ته ور کډه شي
.

ښاغلي گیلاني نن د جمعې په ورځ دا خبره تایید کړه چی د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر آصف علي زرداري دا کار د خپل امنیت ساتلو دپاره کړی دی .

چارواکي وایی چی زرداري به د صدرا‏عظم په  کور کی چی کلک امنیتي تریبات یې نیول شوي دي تر هغو واوسیږي چی د سپتمبر په شپږمه د جمهوري ریاست انتخابات کیږی .آصف علي زرداري په پاکستان کی د طالبانو د فعالیتونو بندیدل غوښتي دي .

له بلې خوا نن د جمعې په ورځ د پاکستان عسکرو په صوبه سرحد کی د یوه ځان مرگه حمله شنډه کړه .

پاکستاني مامورین وایی چی عسکرو په هغه موټر باندی ډزی وکړې چی په ډیرې چټکۍ سره یې په کوهاټ کې د سړک په غاړه د تلاشۍ یوې پوستې ته ځان ورساوه او غوښتل یې په دره آدم خیل کی په یوې اډې باندی حمله وکړي چي په دې ډزو کی په موټر کی ایښودل شوي بمونه وچاودل . په دې پېښه کی دوه ملکیان وژل شوي او تقریبا ٣٠ تنه چی عسکر هم په کې شامل وو زخمي شوي دي .

چارواکو وویل چی دا حمله وروسته له هغه وشوه چی حکومتي قواو پرون په همدې سیمه کی د طالبانو یو قوماندان د خپلو درو ملگرو سره ونیو . 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
د امنیت د شورا هیئت د افغانستان په باب په احتیاط خوشبیني ښوولې

  نور رپو ټونه
په قبایلي سیمو کې یاغیانو حملې کړي دي
کرزی او زرداري  نن په ترکیه کې غونډه لري 
په افغانستان کې ډېرې پېښی کېږی، خو د نړې مطبوعات...
ځانمرگو په خوست کې دوه پولیس ووژل
هند د هوایی میدانونو امنیت ټینگوي
پاکستان وایي د تروریستانو په مقابل کې به سخت اقدامات وکړي
د آسیا د پرمختگ بانک د سیند ایالت ته ٣٠٠ ملیون ډالره پور ورکوي
د تاېلند باچا خپله کلنی دودېزه وېنا ونکړی شوه