Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

کرزى د امرېکا له خوا نه بمباري شوي کلي ته ولاړ

04/09/2008

حامد کرزی
د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزى دهغه کلى لېدلو ته ورغى چې دامرېکاله خوانه پرې بمبارى شوې وه او افغان چارواکى واېې چې نوى تنه ملکېان پکى وژل شوى وو. 

د هرات ولاېت د عزېز اباد کلى اوسېدونکى واېې چې نن د پنجشنبى په ورځ  ئښاغلى کرزى خپله خوا خوږى د قربانېانو  کورنېو ته څرگنده کړه او دنظآمى عملېاتو په ترڅ کې ېې دملکېانو وژل وغندل.

د افغانستان حکومت او ملگرو ملتونو وېلى دى چې په دغه بمبارى کې په لسهاو کسان چې زېاتره ېې ښځې اوماشومان وو، د عزېز اباد په کلى کې د اگست په دووېشتمه نېټه په بمبارى کې  ووژل شول.

د امرېکا په مشرۍ اېتلاف د سه شنبى په ورځ په ېوه نوى رپوټ کې ووېل چې په دغه بمبارى کې د پنځو او اوو کسانو په منځ کې ملکېان مړه شوېدى او د ېرش او پنځه دېرش په شاو خوا کې طالبان ووژل شول.  

د مړو په  جمله کې د طالبانو ېو مشهور قوماندان ملا صادق هم شامل و. 

د امرېکا په مشرۍ اېتلاف واېې چې دغه بمبارى موجه وه ځکه چې دامرېکا په مشرۍ قواو او د افغانستان پرقواو باندى د جگړه مارانو له خوانه ډزې شوې وې. 

د افغانستان چارواکې واېې چې د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزي ته د ملکېانو په مرگ باندى خپله خوا شنېى څرگنده کړېده.  

ښاغلى بش په ېوه وېډېو کنفرانس کې ښاغلى کرزي ته خپله خواخوږى د چارشنبى په ورځ  دخبرو په ترڅ کې څرگنده کړه.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی