چارواکي وایی په مصر کې د غرونو د لویو تیگو د لاندې ښوییدلو په پیښه کې چی د
شنبې په روځ د پایتخت په لمنو کی پراته، د شانتي تون په نوم ښارگوټي کی وشوه، لږ تر لږه څلور ویشت تنه وژل شوی دي.
د ژغورنې عمله د شپې تر ناوخته پورې په هڅو لگیا وه او په لا سونو باندی یی مځکه
خرله او د ژوندي پاتو کسانو د موندلو زیار یی ایست.
لږ تر لږه اته لوی گاټي چی هر یو یی
د یوه غټ کور په اندازه وو، پدی ښار باندی د موقتم په نوم دغره د څوکې
له پاسه ووریدی او پنځوس کورونه یی لاندې کړل.