Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

په کندهار کې دوو ځان مرگو شپږ پولېسان ووژل

07/09/2008

کندهار

افغان چارواکی وایی چی دوو ځان مرگو د کندهار په ولایت کی د پولیسو په ماموریت حمله کړی ده. لږترلږه شپږ پولیسان یی پکی ووژل چی ځینی یی  صاحب منصبان وو.

چارواکی وایی چی دغو ځان مرگو د پولیسو د ماموریت دننه ځانونه په بم والوزول. 

دغه چارواکی وایی چی د پولیسو قوماندان عبدالرازق زخمی شوی او داسی گمان کیږی چی دا حمله هم په ده شوی وه.

پولیس وایی چی د چاودنی وروسته افغانی قواووی په عاجله توگه راغلی او د ماموریت  شاوخوا یی محاصره کړه.

همداشان امریکایی او افغان چارواکی وایی چی لږ تر لږه شل کسه یاغیان په جلا جلا پیښو کی ووژل شول.

چارواکی وایی چی د امریکا په مشری قواوو لس کسه یاغیان د خوست په ولایت کی  ووژل شول. او په همدی ډول لس کسه نور د هلمند په ولایت کی هغه وخت ووژل شول چی د پولیسو په پوسته یی حمله وکړه.

افغانی پولیس وایی چی د هرات په ولایت کی د ناتو په قطار یوه  ناکامه حمله  په دی ډول وشوه چی ځان مرگي خپل ځان په بم والوزاوه مگر څوک پکی زخمی نشول.

 

 

 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند: پاکستان  دې مشکوک ترهگران په لاس راکړي

  نور رپو ټونه
د تاېلند صدراعظم واک  پرېښود
بوش: ناقص استخباراتي معلومات راکړل شوي وو
هیلري  راتلونکې خارجه وزیره وټاکل شوه
د هند خارجه وزارت په نوی ډهلی کې د پاکستان عالی کمشنر رابللی
امرېکا له هغو دوو عسکرو نه تحقېقات کوی چې له بندېانو سره د تېری کولو دعوه پرې شوېده
په هلمند کی ېوه ځان مرگي لس تنه له ځان سره ووژل
د ممبئي د ترورستي حملو سیاسي زیان څرگندیږي
اوباما نن دوشنبې د خپلې ملي امنیت ډله اعلانوي
یوناما: په افغانستان کې ډېری زندانیان بې له محاکمې زندان ته لوېدلي
د سوات په شمال غربی سېمه کې ېوه ځان وژونکي لس کسان ووژل
لورا بش: امریکا باید د افغانستان سره دې خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي
په عراق کې د بم په درو چاودنو کې دېرش کسان وژل شوېدی