د
افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی د متحده عربي اماراتو
د
دولت د رئیس شیخ
خلیفه بن زاید ال نهیان په دعوت نن ماسپښین د هغه هیواد په لور ور وخوځید.
پدی یوه
ورځني سفر په دوران کی به جمهور رئیس کرزی په افطایه غونډه کی برخه واخلي.
د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې همدا شان ښاغلی کرزی به سبا ته اسلام اباد ته لاړ شي او د آصف علي زرداري د لوړې په مراسمو کې به گډون وکړي.