Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

ملگري ملتونه له طالبانو نه غواړي چې د خوراکي موادو ویش نه اخلالوي

06/10/2008

UN envoy to Afghanistan, Kai Eide (file photo)
           کی ایدی
ملگري ملتونه له طالبانو نه غواړي چې د خوراکي موادو ویش نه اخلالوي

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو خاص استازي له طالبانو نه غوښتي چې د خوراکي مرستو د لیږدیدلو مخه ونه نیسي کوم چې هغو افغانانو سره مرسته کوي چې د خوراکی موادو د جدي کمښت سره مخامخ دي. 

همدا رنگه دا استازي هغه مخ په زیاتیدونکي انگریرنې ردې کړې چې گواکې په افغانستان کې پوځي او بشري کمپاین له ماتې سره مخامخ دی. 

په داسې حال کې چې ممکن په راتلونکي ژمي کې په ملیونو افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ شي د ملگرو ملتو استازي له طالبانو نه غوښتي چې د بین المللي ټولنې د خوراکی موادو د ویش په وړاندې خنډونه نه جوړوي.

کې ایدې چې په افغانستان کې د ملگرو ملتو خاص استازی دی وايي چې طالبان دې باید دې خبرې ته پاملرنه ولري چې د خوراکی موادو ویش یواځي بشري مسئله ده او مقصد یې دا نه دی چې له هغه نه د خلکو زړونه لاس ته راوړل شي. 

ایدی:" زه ددې فرصت نه په گټې اخیستنې سره د طالبانو له مشرانو نه غواړم چې د خوراکي شیانو ویش له خنډونو سره مخامخ نه کړي.  مونږ ډیر شیان د ویلو له پاره لرو خو په اوس وخت کې ددې بشري مسئلې خبره تر ټولو مهمه ده."

وچکالي او د حاصلاتو خرابوالی ددې باعث شوی دی چې ځنو بین المللي کارپوهانو د احتمالي بشري ناورین غږ وکړي.  د ځنو اټکلونو له مخې افغانستان کې د نهو ملیونو په شاوخوا کې افغانان چې د ټول نفوس یوه په دریمه برخه جوړوي د خوراکي مواد د کمښت سره مخامخ دي.

د سره صلیب بین المللي کمیټې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په شمالي سیمو کې به نژدې دوه لکه خلک د وچکالۍ، د امنیت د نشتوالي او د بیو د لوړیدلو په سبب د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شي.

همدا اوس افغانان د امنیت د خرابوالي سره مخامخ دي چې تر یوه حده پورې طالبان هم یې مسئول گڼل کیږي.  همدارنگه داسې شکایتونه هم شته دي چې د حکومت په دننه کې د اداري فساد په سبب د ملک د بیا جوړولو عملیه د ستونزو سره مخامخ شویده. 

دا ستونزې سره له دې شته دي چې په تیرو اوو کلونو کې پوځي او بشري هڅې د ملیاردو ډالرو په ژمنې سره په دې هیواد کې د بیا رغونې لپاره شوي دي.

په دې وروستیو هفتو کې بین المللي ډپلوماتانو، پوځي جنرالانو او مهمو شخصیتونو د ملک د راتلونکي په برخه کې منفي نظرونه وړاندې کړي دي.  ځنو یې ادعا کړیده چې په پوځي لحاظ د طالبانو ماتې امکان نه لري او په صراحت سره یې د دموکراسۍ د رانسکوریدلو خبره کړیده.

خو د ملگرو ملتونو خاص استازي ویلي دي چې دی ددې راز منفي برداشتونو نه ډیر سخت ستړی شوی دی.

ایدي: "زه هغه کسان مخاطبوم چې دا ددوی عادت گرځیدلی دی چې د وضعې نه تل یو بدبینانه تصویر وړاندې کوي.  زما په فکر دا ډیره غلطه خبره ده او دا زمونږ د وړاندې تگ لپاره ډیر تاوان رسوي."

مگر ایدي داخبره مني چې مخالفین یواځې په پوځي طاقت نه شي ماتیدلي.  د کې ایدي نه د کرزي د هغو هڅو په هکله پوښتنه وشوله چې یې د سعودي عربستان په منځگړیتوب غواړي وشي. 

ده وویل چې باید د هغو خواوو سره سیاسي خبرې وشي چې مطرح دي او دا څرگنده ده چې مطلب یې طالبان دی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
اوباما 'ژمنه وکړه چی د افغانستان سره به خپلی مرستی زیاتی کړی'

  نور رپو ټونه
د افغانستان د اوسنۍ وضعې په اړه یو بشپړ او بې طرفه رپوټ
'په هغو کسانو کې چې تر اوسه پورې وژل شوېدې، ښاېې رؤف د ټولو نه مشهور وي'
د یویشتو هیوادونو مشرانو پریکړه، د اقتصادي همکاری په کلنی غونډه کې
په هندي کشمیر کی نن د انتخاباتو دوهم پړاو پیل شو
فضآنوردانو په نړیوال فضآیی ستیشن کې خپل اوږد عملیات سر ته ورسول
ایرن مشکوک اسرائیلی جاسوس په دار زړولی
په خوست کې چاودنې ٢ ملکیان وژلي، ١٦ زخمیان دي
په قبایلو کې فراري برتانوی وژل شوی
ازبکستان او افغانستان د اورگاډي پټلۍ جوړوي
ناټو د افغانستان پر ستراتیژۍ غږیږي