Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

گېټس د امرېکا د متحدېنو نه غواړی خپل عسکر  افغانستان ته ولېږی

08/10/2008

Defense Secretary Robert Gates speaks to students of the National Defense University at Fort McNair in Washington, DC, 29 Sept. 2008
رابرت گیتس
د امرېکا ددفاع وزېر، رابرټ گېټس، په ختېزه اروپا کی د امرېکا د متحدېنو نه نن وغوښتل چه خپل عسکر دې افغانستان ته ولېږی.

رابرټ گېټس نن د جنوبی ختېزی اروپا د هېوادونو دفاع وزېرانو غونډې په وېنا کی چه د نړئ د امنېت او ثبات په ساتلو کې دې د هغه په وېنا دغه هېوادونه ېو مهم رول ولوبوی. 

فعلا په عراق کی د اروپا دجنوب ختېزی حوضې د هېوادونو ې وځای ېو ملک عسکر لری.

رابرټ گېټس ددغو هېوادونو نه غواړی چه اوس خپل عسکر باېد افغانستان ته ولېږی ځکه چه د عراق وضع فعلا ښه شوی ده.  

په خپله وېنا کی گېټس وعده وکړه چه په ېوکراېن کی د روانی سېاسی ناارامئ  با وجود، به د امرېکا متحده اېالات د ناتو په تړون کی د ېوکراېن د شاملېدلو نه خپل ملاتړ وکړی. ته دوام ورکړی.

گېټس نن مقدونېې ته په سفر ورسېده.

د ېوکراېن ددفاع وزېر سره  دخپل ملاقات نه وروسته رابرگېټس ووېل هر ډول اېتلافی حکومت چه په ېوکراېن کی  جوړ شی د امرېکا متحده اېالات به ورسره خپلی نژدی همکارئ ته دوام ورکوی. 

ښاغلي رابرټ گېټس دا تبصره په داسی حال کی وکړه چه د ېوکراېن جمهور رېس وېکټور ېاشېنکو واېې  په ېوکراېن کی د خپلی ټاکلی مودی نه مخکی پارلمانی انتخاباتو په رابللو باندی غور کوی، تر څو په هېواد کی اوسنی سېاسی بحران زر پای ته ورسېږی.

ټاکل شوی ده چه  دامرېکا ددفاع وزېر به  سبا او بل سبا په هنگری کی دناتو ددفاع دوزېرانو په ېوه غېر رسمی غونډه کی هم  برخه واخلی.
 

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه