Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

په افغانستان کې د کرزي له لوري، د عربستان له لاري 'یوه اندازه خوځښتونه شوي دي'

09/10/2008

U.S. General David Petraeus speaks to the media in London, 29 Sep 2008
   جنرال پیتریس دیته هم خوشبیني ښکاره کړه چې پاکستان به د خپل هیواد د بقا لپاره په قبایلي سیمو کې د ترورستانو خوندي ځالې له منځه یوسي.
جنرال دیوید پیتریس چې د دوه زره اووم کال د پیل راهیسي په عراق کې د ائتلافي ځواکونو قومندان وو، ټاکل شوي چې څو ورځې پس د امریکا د ټولو ځواکونو د مرکزي قومندانی مشري په غاړه واخلي.

د جنرال پیتریس وینا په عراق کې د هغه د قوماندانی په مهال په پرمختگونو متمرکزه وه.

د وینا نه وروسته یې د گډونوالو پوښتنو ته د ځواب په مهال په سعودي عربستان کې د طالبانو د پخوانیو چارواکو او د افغانستان او سعودي د حکومتونو د استازیو د خبرو اترو په اړه وویل:

" په افغانستان کې د جمهور رئیس کرزي له لوري د سعودي عربستان له لاري یوه اندازه خوځښتونه شوي دي. مهمه خبره دا ده چې دا هر څه د یوه تفاهم له مخې کیږي چې د افغانستان د حکومت او د جمهور رئیس کرزي بشپړ ملاتړ لري. 

که دا خبري له هغو کسانو سره کیږي چې روغې جوړې ته اماده وي نو زه فکر کوم چې یو مثبت گام دی او په هغو ډگرونو کې به پرمختگ وشي چې په تیر یو کال کې پکې شاتگ شوی دی."

جنرال پیتریس دیته هم خوشبیني ښکاره کړه چې پاکستان به د خپل هیواد د بقا لپاره په قبایلي سیمو کې د ترورستانو خوندي ځالې له منځه یوسي.

جنرال: " پاکستان دا کار پخپله کوي ځکه هغوی د خپلې خپلواکی په اړه ډیر حساس دي. زموږ د عملیاتو په مخ کې هم تر ټولو ستره ستونزه همدا ده. په تاریخي ډول پاکستان له ختیځ سرحد یعنې له هندوستان نه خطر احساسوو خو اوس د هغې په پرتله د قبایلي سیمو وضعیت د پاکستان د وجود لپاره ستر گواښ گڼي. ښه لار به دا وي چې د پاکستان سره دوامداره مرسته وشي. دا لومړني کار دی چې د امریکا حکومت یې باید د خلیجي هیوادونو په گډون د ائتلاف د نورو هیوادونو سره یو ځای وکړې." 

جنرال پیتریس به د اکتوبر په یودیرشمه نیټه په رسمي ډول د امریکا د مرکزي قوماندانی مشرې په غاړه واخلي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه