Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

مرکزي بانکونو په پور باندې د گټې کچه ټیټه کړې

09/10/2008

U.S. Treasury Secretary Henry Paulson, 08 Oct 2008
د امریکا د مالیې وزیر هنري پالسن
د اقتصادي کړکېچ د له مینځه وړلو لپاره په نړیواله توگه حکومتونو لاسونه سره ورکړي او مرکزي بانکونو ددې مقصد لپاره په پور باندې د گټې کچه ټیټه کړې.

په پور باندې د گټې کچه په داسې وخت کې ټیټه کړای شوې چې د نړۍ اقتصادي بازارونه د امریکا د اقتصادي کړکېچ تراغیزې لاندې راغلي.

په بریتانیې کې، چیري چې څو لوی بانکونه له مینځه تللی، په اقتصادي ثبات باندې پانگه اچونکو باور له لاسه ورکوي. 

د بریتانیې صدر اعظم دا یوه مثبته اشاره وبلله چې نړۍ دې ته چمتو ده چې گډ کار سره وکړي او اقتصادي ستونزو ته د حل لاره وموندي.

برون: "‎د یو ځای عملي گام اخیستو مقصد هم دا ده چې ددې کار لپاره نړۍ رهبري کړو، او زه باور لرم چې مونږ نړیوال بانکي سیسټم په پښو درولای شو او هم دا د راتلونکي لاره ده‏."‎

د امریکا د مالیې وزیر هنري پالسن وویل چې په امریکا کې د گټې په کچې کې ټیټوالی یواځې پیل دی.

پالسن: "‎په دې اونۍ کې به زه د ‏(‎جې اوه‏)‎ هیوادونو له استازو سره ووینم. او په دې به ورسره وغږیږم چې هریو څه گام اخلي او څنگه باید په راتلونکې کې د یوځای کارکولو هڅې گړندۍ کړو."‎

خو پانگوال اوس هم قانع نه دي. په نیویارک کې د اسهامو بازار ٢٠٠ نقطې ټیټ شو. یوه تجار ډیویډ هینډرسن د نیویارک په وال سټریټ کې وضع داسې بیان کړه.

هنډرسن: "‎ځما په فکر دلته خلک ډېر ویریږي. خلک ویني چې مرکزي بانکونه په گډه په پور باندې د گټې کچه ټیټه وي، هو ډېر ښه، خو اقتصاد له مخه لا زیانمن شوی."‎

بلې خوا ته بیا نړیوال وجیهي صندوق باور لري چې د مرکزي بانکونو هلې ځلې به مرسته وکړي. د نړیوال وجیهي صندوق لوړپوړی اقتصاد پوه اولیویر برنارډ وايي دا گامونه په داسې وخت کې اخیستل شوي چې اقتصاد په نړیواله کچه سړیږي‏.

برنارډ: "‎د تیلو او خوراکي توکو په بیو کې ثبات سره، په ډېریو پرمختللیو هیوادونو کې د اقتصادي پالیسیو د کارولو چانس په څرگنده توگه زیات شوی. هغه څه چې نن سهار وشول، یعني د پورونو د گټې په کچې کې ټیټوالی سم لور ته یو گام دی."

چارواکي هیله لري چې د پورونو په سر په گټې کې ټیټوالی به پورونه موندل اسانه کړي، چې کموالي یې ځینې کاروبارو په ټپه درولي.      

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه