Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

’له پلچرخي زندان نه د زندانیانو د تیښتې پلان شنډ شوی’ او د افغانستان په کابینه کې بدلون راغلی

11/10/2008

Face-covered militants who they say are Talibans, pose with RPG and AK47 weapons, in Zabul province, southern of Kabul
د جون په میاشت کې د کندهار پر زندان باندې دغه ډول حمله شوې وه
افغان چارواکي وايي، د پلچرخي په زندان کې یې د بندي طالبانو د پیښې یو پلان شنډ کړی دی.

د استخباراتو ادارې نن اعلان وکړ، هغه درې تنه پولیس افسران هم نیول شوي چې د پلچرخي پر زندان باندې یې په پلان شوي حملې کې لاس درلود.

د استخباراتو مقامات وايي، نیول شويو پولیسو، په زندان کې بندي طالبانو ته چاودېدونکي موادو او د موبایل ټلیفونونو بطرئ انتقال کړي وې چې د زندان په داخل کې ځانمرگې حملې وکړي. پر دغو پولیسو باندې تور دی چې ددې کار په بدل کې یې رشوت اخیستی دی.

د جون په میاشت کې د کندهار پر زندان باندې دغه ډول حمله شوې وه. ځانمرگه حمله کوونکو د زندان دروازه والوزوله، د زندان نږدې ١٥ تنه محافظین یې ووژل او زر تنه بندیان وتښتیدل چې چارواکي وايي سم نیمايي یې طالبان وو.

له بلې خوا، جمهور رئیس حامد کرزي نن په کابینه کې بدلونونه راوستي دي. د ښوونې او روزنې وزیر حنیف اتمر چې پاکه سابقه لري، د کورنیو چارو د وزیر په توگه انتخاب شوی چې ویل کیږي دغه وزارت رشوت او اداري فساد په سر اخیستی دی.

د کورنیو چارو د وزارت پر ځینو لوړ پوړه چارواکو باندې تور دی چې د نشيي موادو په کاروبار کې لاس لري.

په عیني وخت کې د افغانستان حکومت د ناټو هغه پریکړه ستایلې ده چې قواوې به یې په افغانستان کې د نشيي موادو کارخانې او کاروباریان په نښه کوي. د جمهور رئیس ویاند، هماین حمید زاده وویل چې افغانستان به د ناټو له عسکرو سره په دغه مبارزه کې همکاري کوي.

له بلې خوا، ایتلافي قواوې وايي، له افغان قواوو سره یې د کندهار او غزني په ولایتونو کې یې پرون په گډو عملیاتو کې نهه تنه تندروان وژلي دي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه