Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

افغانستان د ناټو پریکړه ستایلې چې د مخدره موادو سره مبارزه کوي

11/10/2008

A Burmese soldier walks in between two poppy flowers during a narcotics crop destruction in Lwe San Sone Range in Shan State (file photo)

ایساف وائې، تر اوسه معلومه نده چې دغه عملیات به څه وخت پیل شی.

دافغانستان حکومت دناټو فیصلی ته هرکلی ویلی دی چې وائې، په دغه هیواد کې خارجی عسکر دی دمخدره موادو بنیادی کارونه تباه کړی. دا پخوانی تکتیکونو کې بدلون دی چې په هغه وخت کې دهقانان هدف وو.

دافغانستان حکومت دناټو سټراټیجیکی پریکړی ته هرکلی ویلی چې غواړی دهیروئنو په لابراتوارونو او دمخدره موادو په قاچاق برانو باندی ‏حملی وکړی.

دجمهوری ریاست نطاق همایون حمیدزاده امریکا غږته وویل، حکومت دناټوددفاع دوزیرانو په پریکړه خوشحاله شویدی چې په هیواد کې دیره خارچي عسکرو ته اجازه ورکوی چې دمخدره موادو د مهمو قاچاقبرانوپه شمول دغیر قانونی مخدره موادو په لابراتوارونو باندی حملی وکړی .

ښاغلئ حمدزاده زیاتوی: په تیروخت کې دمخدره موادو ضد سټراټیجی دا وی چې دهقانانو ته سزاورکړل شی او ددی سره دافغانستان حکومت موافقه نه لرله.

حمید زاده وویل، افغانستان به دناټوپه مشری دبین المللی امنیت دساتنی دقوا ایساف سره پدی برخه کې مرسته وکړیتوقع ده چې پدی برخه کې زیات ټینگار په او‏‎٧ جنوبی ولایتونو باندی وشی چې دافغانستان ټول اپین پکی تولیدیږی .

دناټو په هغو عسکرو کې چې دهیواد په دغه سیمه کې عملیات کوی ، زیات ئې دامریکا، بریتانی ،کاناډا او ډنمارک عسکر دی

په کابل کې د ایساف یو نطاق وائې، دا تراوسه معلومه نده چې دغه عملیات به څه وخت پیل شی.

پ
[insert caption here]
ه عینی وخت کې جمهوررئیس کرزی نن دشنبی په ورځ پخپله کابینه کې بدلون راوست. هغه ښاغلې حنیف اتمر چې په پاکی سره شهرت لری ، دکورنیوچارو دوزیر په حیث ټاکلی دی .

دکورنیوچارو په وزار ت کې اداری فساد زیات دی. گمان کیږی،پولیسان چې پوره روزنه نلری او ددغه وزارت ځنی لوړرتبه ماموران دمخدره موادو په تجارت کې اسانتیاوی برابروی

په کال کې داپینو دتولید له لاری په سلگونو میلونه ډالر طالبان لاس ته راوړی چې دوی دډیموکراتیک حکومت مخالفت کوی

دامریکا نظامی ماموران وائې، دامریکا په مشری دائتلاف او افغان عسکرو دیوشوانه روز په عملیاتو کې دکندهار او غزی په ولایتونو کې نهه ‏‎٩

تنه یاغیان وژلی دی . دوی وائې، په وژل شویو کسانو کې دطالبانو او القاعدی دوه تنه قوماندانان هم و د استخباراتواداری نن دشنبی په ورځ په کابل کې یوه اعلامیه خپره کړیده چې وائې، پدی وروستیو وختو کې ئی یوه ځانمرگی حمله شنډه کړیده چې غوښتل ئې دپلچرخی له بدنام زندان نه طالب بندیان خوشی کړی .

مقامات وائې، دری پولیسان نیول شویدی چې گمان کیږی،دوی په دغه دسیسهکې لاس لرلاره. ماموران پدی عقیده دی چې که دغه زندان مات شوی وی نو دا به هغې حملی ته ورته وی چې څلورمیاشتی پخوا دکندهار په زندان کې شوی وه او تقریبآ نهه سوه بندیان ورنه خوشی شوی وچې تقربیآ نیمائې طالبان وو.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
هند پوځي اقدام نه ردوي

  نور رپو ټونه
د ناتو مشر افغانستان ته نور عسکر غوښتي
په افغانستان کی ١٣ تندروان وژل شوي
گیټس: د اسلامي سخت دریځو په مقابل کې جگړه له مهمو کارونو شمیرل کیږي
اصف علی زرداری واېې شل مشکوک تندوران به هند ته په لاس ور نکړی
رایس پاکستان دېته هڅوی چې په تحقېقات کې همکاری وکړی
په عراق کې د ېوې اېرانئ شبکې مشکوک کسان ونېول شول
د شمالی کورېا اتومی مسله - د امریکا، جاپان او جنوبی کورېا کوښښونه